د ادب سالار

د ادب هـــر يـــو ســــــالار رانه ورکــــــېـــږي

ددې ژبې خـــــدمــتـــــګار رانه ورکـــېــــږي

زمــــا ســــتورى په پـــښتو باندې مــــئين و

د هـــمــدغه بـــڼ مـــالــــــيار رانه ورکـــېږي

د رشــاد پــــــسې مـــــــې ډېــــره ژړا وکـــــړه

د ادب ســــپــېڅـــلې لار رانـــه ورکــــېـــــږي

د غـــزل د تـــــــاتـــرو پـــسې اوتـــر شـــــــوم

د حــــمــزه د پــــټـــکي تـــار رانه ورکــــېږي

د ادب پــه مــــات درشـــل به پــښه کـــېږدم

د فـــرهاد غــونــدې مــعـــمار رانه ورکـېږي

زه لــه دغـــه ســـتړي ژونــد نــه پـه تــنګ يم

قـــلـم مـات شــي ســــتړى يار رانه ورکېږي

د پـښــتــو ســــنــدرې نه راوړي تــش راشي

دې خــزان کــې نــغـــمـــه زار رانــه ورکـېږي

کــه دې بل ستورى له مانه خدايه واخيست

د ټـــــول عــمــر انــتـــظــار رانــه ورکـــېـــږي

د کــاروان او د ســاېل دواړو خــېر غـــواړه

اى مـــياخــېـله يــکه زار رانـــه ورکـــېــــږي



Asif Miakhel