د ارواښاد کبير ستوري په یاد

چې مــئین په پښتونوالي شي کبیر شي

پت ښـــیګړه ننګ او تـوره ئی تقدیر شي

په سکروټو لـیکي خپل ژوندي خیالونه

کــه بیداره د پــښــتـون اوده ضــمـیر شي

دقــلــم د تــورې بــــریـښ ســره لـــوبــیـږي

ښــکاره نــخــښه په ذهـنونو د توپیر شي

سـندريــزه جــامــه واغــوندي پـــیـغام ته

چې ســاده د پښـتـنـو د ژوند دستور شي

سـتوري سـتوري رڼاګانې په ياد پريږدي

پــاتې قــــوم ئې پـه ژړا دده پـه ويــــر شي

دکـــونـــړ په تـــنــر بـــيا زمـــا ســـلام دی

کــه ټاټوبی بيا د داســې بل صــغـيـر شي

پښــتانه به هـلــه ياد هــنـر د نـنـګ کـــړي

کــه دنيا د کبير ستوري ته دوې ځير شي


دشفېق ادبي څېړنځی مشر

کابل – افغانستان


Dr. Nang Kamawee