ځلنده ستورى

مـــئــيـــن مـــئــيـــن دى په پــښـــتو دى مئين

پــــه لــــــرو بــــــــــرو پــــــښـــــتــنو دى مـئين

دا خــــړ ريـــګــونــه يــــې رانـــجــه د سـترګو

پـــه دې دشــــــتـــونـــو او مــــېــرو دى مئين

تــــتـــه بـه نـه کــــــړي پــه زنــــــدان کــــې رڼا

د ســــــبا ســــتـــوري پـــه تــيـــارو دى مئين

بېلات هـغوى کړي چې څـوک ســر بچ کـوي

کــــــــبــيــــر په دام دار او رســــــــو دى مئين

اجـــــــمل خـــټـک نه يــې الــــهام اخــيـسـتى

د ســـــــتــر بــابــا پــه فــــلــــســفــو دى مـئين

د ډيـــــورنډ کــــــرښــــه يـې ازغـى د ســـترګو

پــه کلک تـــــــړون د افــــــغــانــــــو دى مئين

د پـت غــــــــېـــرت په ورنـــــــي مــــــور تـــړلـى

لـــکــــه پــتــنـګ په ســــرو لـــمـــبـو دى مئين

ســــتا په ســــيــنــه يـــې دي خـــړپـوسې کړي

کــــونــــړه ســـــتا په لــــــوړو غــــرو دى مئين

والله چـــــې غــــــــېـــږه د مــــــورکۍ دې ګڼي

ســـــتا پـه خـــــاوريــــنو کــورکـــو دى مئينو

د زړه زخــــمـــونه يـــــې ټــکــــور شــــي پکې

ســـــــــتــا په لـــــلــو لــــلــــو لــلـــو دى مـئـين

په مــــــــزار ســـــره ګــلـــــونه کــــر کړئ ورته

په ســـور بـــېــرغ ســــرو لــــوپــټو دى مئين

ځــلـــــنــده ســــتورى د اســــــــمــــان درانـــى

د بــــــاچــــــــا خـــــــان په نــــظـــريـو دى مئي


شبير خان درانى

کوارډنېټر عالمي پښتو کانګرس

سترسيكتر غني خان پښتو ادبي تحقيقي ثقافتي جرګه_ پښتونخوا


Shabir Khan Durrani