ستوری

لـکــــه شـــــمــع غـــــوندی په اور ســــــوزيــږم

څـــوک مــــی نه پــوښــتی چــی ولـی زه ژريږم

دا ځـــلاند ســتـوری ولاړ بــيـــا اســـــمـا ن تـه

لــکــه واوره زه خـــــــــو هــــــردم ولـــی کــيـږم

خــوشحالی می به نصيب نه شو ژوندون کی

دافـــسـوس په ســـمــندر کـــی اوس ډوبـېـږم

زه پـــښـــــتــون بــــه ولــــی؟ نــه ژاړم وردګـــه

شـــوم بـــي کـــسه بـــي نوا ځــکه چــــــغـــيــږم



Bismillah Wardak