د ډاکتر کبیر ستوری په یاد کې

بیـا مـــې مــــرګ پـــه کــور مــیــلـــمــه شــو دروازه، ئـې ټـکـولــه

بـــیـا نـــاڅـــاپــه پـــه کــور راغــی راتــه ئـــې خـــونـــه ړنـــګـــولــه

مــا ویــل مــــرګــــه صــبــر وکــــړه چـــې دیـــــدن د اشــــنــا وکـړم

مـــــرګ ظــالـــم پـــــــه عجـــلــــه د ور ګــــــــړۍ راشــــــرنـــــګــــوله

مـــرګ نــاڅــاپــه کـــور تـــــه راغــی او خــنــدا ئــې مــانـــه ویـوړه

تـــور وزرونــــــه ئـــې خــــواره کــړل تـــوره شــپـــه ئــې خـــورولــه

کــبـــیــر ســـتــوری راګـــوزار شــــو لاړو پـــریــوتــو پــه خـــاورو

د غـــمــاز پـــه کـــور اخـــتــر شـــو پــښـــتــونــخـــــوا ئـې ژړولـه

بیا به څوک اوښکـی کــړی وچـــی د ســـرتــــورو بــورو مــیــنـدو

بیا به څوک ورته پــه ســر کــړی لــوپــټـی بــیــرتــه د خــویـنــدو

بیـا بـه څــوک د ابـدالــی ټــوټــی ټــوټـــی شــمــــلـه کـړی ټــوله

بیــا بــه څــوک دونــیــا تــه ښــائـــی دا نـاری ســوری د کـونــډو

بــیـا بــه څـوک دا لــرو بــر پــښـــتــون پـه یــو ټــغـر راټــول کـړی

شــاهــی څـوک بــه بیا پـیدا شی چې دوښمن کړی بیا په منډو

Shahi Sadaat