ارواښاد ډاكتر صيب ته

يــــو دېـــــره وه د پـــــوهـــنــــې يـــو غـــمـــخـــور و

نـر پـــښـــتـــون و د پــښـــتـــو پـــه نــامــــه تـــور و

د پـــښـــتـــو څــــه ســـــنـــدريـــــزه پـــــســــرلـــى و

پــــه هــــر چـــم هــــره كـــوڅـــه پــــه نــــړۍ خـــور و

دغـــه ســــتـــورى راخـــتـــلــــــى لــــــه كـــــونــــــړه

پــــه اســـمـــان كـــې زمـــوږ دا د پـــښتــو كــور و

«انـقـلاب» و خـــو پـــه مــــنــــډه مـــنـــډه تــلـــلـــو

جــوړ خـــفـــه و د مــــرگــــي پــــه بــــــراق ســـور و

مــړه شــه مــړه شـه پښتـونـخـوا يـې معـشـوقـه وه

دې پــــســـې بـــه د بـــــابـــــا زړگــــوټـــــى خـــور و


زه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري ژوند او مبارزو ته په دوه لاسي سلام كوم او هغه زه ((پښتون بابا)) گڼم. د هغوى د ژوند پېغام به موږ د پښتونخوا گوټ گوټ ته رسوو، الله دې ډاكتر صيب ته له خپلې پښتو سره جنت ته بوځي. خپلې خبرې په دې شعرونو راټولوم :

لارو تــــــه گــــــورمـــــــــه لا ســـــتـــا پـــــــه تـــــــمـــه

راشـــــه زمـــــا پــــه لـــېــــمـــو خاورې بــــاد شــــوې

چــــــې اتــــــــلان و نــــــنــــګــــيـــالـــــــي د وطـــــــن

نــــن خـــو پـــه هــاغـــه ســړو خـــاورې بــــاد شـــوې



Jamshaid Nadeem Niazi