عیان ستوری

ســـتــورى نــه و رشــتــيـا سـتـورى و، اسـمـان شو

لـــر او بــر پـــه پــښــتــونــخـوا يــې نوم عــيــان شو

حقيـــقـت چــې پـــه پـــښـــتـــو ســـتورى مئــيـــن و

لاړ پـــه زړه يـــې د پـــښـــتـــو پـــاتــــې ارمـــان شـو

فــرهــاد، ســـتـورى، مــلــنګ جـان حــمزه مې لاړه

شـــړ مــې پـــاتــې د ادب، هـــنــر مـــــيــــدان شــــو

لـــېــــونــــى و د پــــښـــتـــو ژبـــــې مــــجــــنـــون و

پــه خــــدمــت بــانـــدې قــايـــل يــې ټول جهان شو

چــې كـاروان، ســايــل، شــاداب رانـــه وانـخــلــې

خــدايـه ډېــر مــې لـونـد په اوښكو دا گرېوان شو

د غـــزل قــلــم پــه څـــوك پــه لاس كــې واخــــلــــي

پښتو ژبې ته ســـتـا مـــړيـــنـــه لـــوى تـــاوان شـــو

كه پـــه مــرگ دې د پــښــتــو نــاوې شــوه كــونــډه

نـــوم دې پــاتـــې پـــه تــاريـــخ راتــه ځـــلانـــد شــو

د كــونــړ د هـسـكــو هــســكــو غـــرو شــمـــلــه وې

سـتـورى جـګـه دې شــمــلــه جــګ دې نــشــان شـــو

چــې فـــريــاد د ســــتــوري سـتـړي ژوند ته ځير شو

ســتــا پـــه لاه ســـتــا پـــه قـــدمــــونـــو در ران شـــو


Matiullah Farhaad