د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د دریم تلین په ياد

دلوی سره لوی د ځوان سره ځوان مــامــا ؤ

زمــونـږ د زړونـــو خـــــوږ ارمــــان مــامــا ؤ

ژونـــدون ئـی جـوړ ؤ دپـښـتـو لـه تــوکــــو

د پـښــــتــونــوالــي تـــرجــــمــــان مــامــا ؤ

پـه خـامـوشـی کـی ئـی ډیــر لـوی قــوت ؤ

د سـپـیـنـو ویـلـو سـتـر سـلـطـان مــامــا ؤ

په سـادګـئ کـی ئـی هوښـیارتـیا زیـور وه

د صــــفــتـونـــو لـــوی داســــتـان مــامــا ؤ

زمـــا ژونـــدون سـره ئــی بــدرګــه یـادونـه

پــه عــــزیــز ګــران جانان ،جانان مــامــا ؤ

ارواښادکبیر ما ما ته د ماما په ویلو سره زما په ژوند کی د خپلوانو ډیر خالی ځایونه ډک شوی ؤ .په رښتیا سره ما اروا ښاد ستوری ماما ته د ماما په ویلو ډیر خوند اخستی چی دغه یاد او خوند به د ژوند تر اخري سلګئ پوری راسره وی.

په درناوی

عزیز سرشار


Aziz Sarshar