ډاکتر عبدالکبير ستورى

فــنا شـــولــې د مــــونـږ نــه ته رڼـا د پــښتونــخــوا وې

د پـــــښــتو ښکلى لـيکـوال وې کونړونو کې پيدا وې

ستورى د سبا وې

وقــف کــړى دې و ځـــان، تل خـدمت کــــې د افـــغـان

يــووالى دې مــرام و خدمــتـــګار تــه د ايـــــشـيا وې

ستورى د سبا وې

د قــوم چې خـدمـــتـــګار وې، وطـن څخه تل ځار وې

هــــمــکار د پـــــښــتــنـو وي، دښــمــن ته يې بــلا وې

ستورى د سبا وې

د پښتنووې د سر سيـورى،رښتيا وې کبير ستورى

افــغــان مــلت دپاره ته بــېــشکـــه ښه خــيرخواه وې

ستورى د سبا وې

غــــــمــخـــور وې د مــلــــت، تا ډېــر کـــــــړى خــدمت

حــقــــيــقــي فــخر افـــغان وې، ښه مـلګرى د بابا وې

ستورى د سبا وې

الله تــه کـــــــړو مــنـــت، نـــصــيـــب مـــو شـــه جــنـــت

پــراخـــه دې وه ټــنـــډه هـــر وخــــــــتې په خـــنـــدا وې

ستورى د سبا وې

الله دې درکړي مــغــفــرت، شـــه په اولاد دې رحمت

همدا ســراچه وال درته هــــر وخـــتــې په دعـــــــا وي

ستورى د سبا وې



Matiullah Sarachawal