روڼ ستوری

ته وې ســتـورى د ســـبا هــم روڼ ســتورى د مـاښــام

ته وې ستــــورى ځلاداره د کـــونـــړ د شـين اسـمــان

ته پتنګ د پښتو ژبې ته ډېر دوست د خپل لوى قام

تـا ګاللـې شـــــوګـــــيـرې دي په خـدمت کـې د افغان

تا د شـــــــعـــر غــــــزل پــه ژبـــه رابـللي پښــــتانه دي

د قــــلــم تــــورې په شــــرنګ دې لــړزولى دى جهان

تــا ورورۍ ته هـــــڅــولي پــښـــــتـانه په ډېـــره مينه

تا په مــيــنه د پښـــتــو کې قــــربان کړى مال او ځان

وقــف کــــړى دې ژونـدون و د خـــپــل قام ژبې لپاره

ته هم دوسـت د خـپل مـلـت وې افـــتـخار د هر انسان

ســـــتا دا پـاکــه پـاکــه مــــيــنه پښــتنه پښـتنه ويــنه

ولـوله په تا سلام کـړي، وې په هر پښـتون ډېر ګران

ته وې ســـتـوری دســــبا ، هـم روڼ سـتوری د ماښــام

Zarghona Umarzoi Walwala