د اسمان ستوری

نــــاڅــــاپـــــــه غــــــږ شـــو چـــې افـــغـــان مـــړ شـــو

چــــا وی ، ادب مــــــړ شـــــــو عــــــرفـــان مـــړ شــــو

پـــــښـــــــتــو پـــــــه دواړو لاســــــــو مــــــخ وواهــــه

ویـــل ، د پـــښـــتـــنــو یــــو قــــهـــرمــــان مـــړ شـــو

واکـــپــوهــانــو هــلــتــه اوښـــکــی تـــوی کـــړلـــی

ویل ، سیـــاســــت مــړ شــــو ســــازمـــان مـــړ شـــو

چــې پـــښـــتـــانـــه بـــه ئـــې اتـــحــــــاد تــــــه بـــلـــل

د پـــــــښـــــــتــون ولـــــــس څـــــاروان مــــــــړ شــــــو

پـاڅــون تپـــوس وکــړ چــې څــــوک دی اشــــنـــا ؟

ویــــل دا ســــــــتـــوری د اســــــــمـــان مــــــــړ شـــــو



Ustad Omar Pasoon