ډاکتر صیب ته د شبیر خان دراني پیرزوینی

پـــنـــا د ســـتــرګــو شــو پــه زړونــو کې اوسيږی کبیر

خـدایـګو چې نن هم راته وړانـدی وړانـدی کـیږی کبیر

چیرته چې ذکر د افـغـــــان د لـــوی ټـــبــر شــروع شـــی

هــغــه مــحـــفــل کــې د ســبــا ســتــوری ځلــیـږی کبیر

د لرو بـــر پــــښــتـــنـــو خـــدای لپــاره يـــو شـــی ســره

پــه تـــوره کــرښــه د ډیــورنـــد رانـه بیـلــیـږی کـــبــیــر

د یو بـابــا بــچـــو راویـــښ شـــی دوشـــمــن وپــیــژنـی

عــزت نــیــلام شـــو د مـــلالــو خــفــه کـیــــږی کــبـــیــر

اجله نه مــری، خــدایــګــو نـه مـری د قـــلــم خــاونــدان

شــرط پــه تــړمـه تــر قــیــامــتــه بـه يــادیــږی کــبــــیــر

تــل ئـــې ســـتـــایــلــی پــه قـلـــم ستا پت غیرت خـیـبره

په بې ننګی دی د ځلــمــو ځـــکـــه دردیـــږی کــبـــــیـــر

د وخت یـزیـده پــه ولا کـه ئـې سـر ټــیـټ کـړی ځـانـتـه

پښتون بــچــی دی د مــرګـــــی کـلـــــه یـــریـــږی کـــبیر

د ایمل خان او دريا خان بچو لــږ نــنــګ پــری وکــړی

په شته وطن کې د اغیار په کــور ا وســیــږی کــبـــیـر

اورونـــه مـــړه کـــړی د نـــفــاق ای د يــوی مــور بــچــو

سپرغی ئې ښکاری حوصلو کې لمـبه کـیـږی کــبــیــر

راځی چې يو کړو اپریدی، مومند، خــټک او وزیــر

د یوسفزو او مــحــمــدزو پــه نــوم نــیــازیــږی کــبــیـر

ماحول سلګی سلګی دی ټوله پښتونـخـوا غـمـجـنـه

خــړه وريــځــه شــوه د ســبــا ســتــوری پــټــیـږ ی کبیر

شریک بـچــی وو د خـیــبـر او هــنــدوکـــش مــلــګــرو

د ستر خوشحال اود مـیروس وارث یـادیــږی کــبــیـر

غــاټــول لالــــه او ډمــبــر ګـل ورتــه پــه قــبـر کـر کـړۍ

د کشمالی، لونګ په ګـلـو خـوشـحــالــیــږی کــبـــیــر

«درانـی» مـا خـو لا فـریـد، هــوتــک، صــادق، ژړلــــو

ګـــمــان مـــې نــه و چې زمـونږ به جـدا کـیـږی کـــبـــیـر


ستر سيکتر غني خان پښتو ادبي تحقیقي ثقافتي جرګه پښتونخوا

[vid=files/videos/DaStoriPaYaad.flv]


Shabir Khan Durrani, spelled also Shabeer Khan Dourani