د جـهـان ستوری

ؤ کـــه د افــغان خـــو ښـــکـاریـــدو د جــهــان ســتوری

ســتـوری پـــه تـورتم کـې ځـلـیدو د اســمـان ســتـوری

نـه رســی قـامــت تــه ئـــې د حــــسـن د شــپــو سـتوري

خــال ؤ پـه جــبـــیـن د هــراســمــان د ارمـــان ســتـوری

ډک کــه د خـــمـــارو د ادب د مـــــیـــکــدی هـــر جــام

خـو تــړق چــې دشــهبـابــو هـر درد او درمـان سـتوری

نـاوی د ادب ئې د پـښــــتـــويـــــو داســــی نـاوی کـړه

شـال ئــې ور په ســر کـړ د ښـايـسـت د ځـلاند سـتوری

نــــمــر د رڼـــا ورځــی تــــــری د ورځــــــی امان غواړی

ځول کې د ورځـی چـې شـو شـپـه کــې عـیـان سـتوری

فـخــر بـه کــوی پـــه د هــلــمـــنــد او خــــیــبــر څــوکـی

ؤ چـــې ســـمــنــدر د ثــقـافــــت درخـــــشـان ســتــوری

ســتـوري او ســپـوږمــۍ تــی تــاویدل او تـوافـونـه ؤ

سـتوری چې اسـود شـو د کـعـبــــی د جـانـان سـتوری

روح د ابدالی، شـیرشاه، خـوشـحال په واویـلا شـول

سـتوری ډوبـیدو چــې پـه شــفــق د افــغــان ســتـوری

دومــــــره ګــرانـــیـــدو دومـــره پــه تــول هــم درنــیــدو

څــو چـې د اغــیـار پــه تــلـه ســـپـک ؤ ارز ان ســتـوری

سـتوری د سـاقب چې شو ټوکړی او پــه زړه مات شـو

شـــو د پـــــښــــتــو غـم کـې ټــوکـړی د بـیـان ســتـوری


[vid=files/videos/DaStoriPaYaad3.flv]


Khorshaid Saqeb spelled also Khurshaid Saqib or Saqeeb