سـتوری صیب ته د عقیدت پرزوینی

غږ شـو فـضـا کې چـې اسـمـان نه کــبـیـر سـتوری لاړو

ما ویل تـیاره شو د پــښــتو نـــه د ســر ســـیــوری لاړو

چاويل پښتومړه شوه جرمن کی میلمستیاورکه شوه

ما ویــل د مــیــنــی وروولــی يـــــو روڼ تــــــنـــدی لاړو

چـا ویـل د ګلــو ګل دســتـه وه د پـــښــتــو ګل بـڼ کې

مــاویــل بــهـار ؤ خـــوشـــــبـــوی وه پــــــســرلـــــی لاړو

تــل چــې مشــغـول ؤ د پــښـتـو د نـاوی سـر څـڼـه کــې

مـانجانـو هــغـه جــنـج نـــه بـل ښـــکـلـی ځـــلــمــی لاړو

هغه چې امن خوشحالی په خپــلـه ځـــمــکـه غــوښـتـه

هــیــــف يـــو ارمــــان د ازادی زړه کـــې تـــنــکــی لاړو

لا خو نـصـیر، بصیر بـلا سـتوری اسمان کې شته دی

خانـده ژړامـه کـړه کــبـــیــر چـې تــلــو مـــســکـــی لاړو


[vid=files/videos/DaStoriPaYaad4.flv]


Dr. Ahmad Ali Ajaz