ســتــوری مې نه هیریږی

هــیـر می لا نــه دی د مــیـونـد سـتوری مې نه هیریږی

د چــا ســپــرلـی د چـا د ژونـد سـتـوری مې نه هیریږی

د پښــتــــنو د پــــيـوســتـون هــغـه ژونــــدۍ خـــاطـــره

د لـرو او بـر د پــیــونــد ســـتـوری مـــې نــه هــیـریـــږی

هــغه شـغلـه چـې هـــری خـــوا تـــه ئـــې لاســونـــه وهـل

د افـق لاســو کــې د خـونـد ســتوری مـې نه هـیـریـږی

د تورو شــپو تـــور ســهار د ســپـنـی غاړی سـیــنـګار

لکه الماس په تـاش کــې بـند سـتوری مې نه هیریږی

لکه مـجنون ئې د خپل عـشـق قیصه اسمـان ته ویوړه

پـه پــښــتـنو مــیـن د پـنـد سـتـوری مــې نــه هــیریـږی

چـا چـې خــواږه د مـــیـــنــی ورکـړل د پـــښتـو ناوی ته

په ګردو ژبو کــې د قــنـد ســتـوری مـې نـه هـــیــریـږی

په کومه مــیــنـه چـې کـوټـوالـه څـوک د سـاه نـه تـیر و

هغه پـتنـګ پـتنـګ سـرخـنـد ستـوری مې نه هیریږی


[vid=files/videos/DaStoriPaYaad1.flv]


Irfanullah Kotwal