ځـلانـد ســتورى

پـه پــــښـــتــو مــیــن رهــبــر ؤ چـــې پــنــاشــــو

هـــــم روښـــانــه ئـــې نـــظـــر ؤ چــــــې پــنــاشــو

چـې پـښـتـو تـه ئــې خـپل ژونـد ؤ وربـخــښـلـى

د پــښــتــون زړه اوځــيــګـر ؤ چــــــې پـنــاشــــو

د خــــیــــبـــر پـه دره بـــیــا چــــغــى نـــارى شــوی

هــغــه ســـــتـــورى د تـــــنــــر ؤ چــــې پـــنــاشــــو

چــې ئــې ‌‌ذهـــــن د پـــښـتــون ؤ راويـــښ کـړى

د خـــوشــحـال د قـــلــم ســـپــر ؤ چـــې پـنـاشــــو

چـــې پـښــتــو او پـــښـــتـونـــوالــى ئــې نـاره وه

د پــــښــتــون قـام ســر لـښـکـــر ؤ چــې پــنـا شـو

چـــې راټـول پــه پــښــــتــانـــه ؤ تـــــر جـرمــــنــه

د پـــښــــتـــون مــــــټ او وزر ؤ چـــــې پــنـاشــو

چـــې پـه اعــزم کــې مــیـروس او احــمـد شـــاه ؤ

د پـــښــتــون قــو ی ســـنــګــر ؤ چــې پـــنـــاشـــو

چـــې ګـلـــشــن د بـاچــا خـان پـدی ســمـسـور ؤ

ځــلانــد ســـتــورى ولاړ غــر ؤ چــې پــــنـــا شــو

چـــې جــرګــى د پـــښـــتــــنــو وى پــــر خـــيـرازه

هـــغــه ســتــوری لـکــه لـــمــر ؤ چـــې پـنــا شــو

چــې زمــا د نـــســيـــم زړه پـــــــــه ؤ روښـــــانــــــه

پــښــتــون ســـتـوری روڼ ســهـر ؤ چـې پـنـا شــو


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تنر : دارواښادډاکتر ستوری د کلى نوم دی

غــږ شـو چـې پــښــتو پـــه ســـر ، ســـرتـــوره شـــوه

ويــــنــه پــــښــتــنــــه مــــې تـــکـــه تــــــوره شــــــوه

مـــا نـــــه چـــــې پـــښـــتون دا دا روان شــــــولـــــــو

زړه تــــه مـــې چـاودونـکـى قـیــصــه جـــوړه شـــــوه

د چـــــــا پــــــه زړه بــــانـــــــدې ورېــــــــږي ســـتــورى

د چـــا پــــه ســـتــرگـــو كــــې ځــلـــــــېـــږي ســـتـورى

ســـتــورى ښـــــه پــــلار او ښــــــه مــلـــگـــــرى و نــــو

د نـســيــم ســــتــوري ډېــــر يـــــادېـــــږي ســـــتــورى


Nasim Khan Storay