زړور ستوری

مـــعـیـــارد ژونــــد ئــــــې وو رڼـــا کـــې پـــــــه پـــښــــتـــــو سـره

لار د عــــــشــــــق ئـــــې پـــه شــــوق کـــې وه پـــښـــتـــنـــو ســره

څـــرګـــنــد ئې د شـــعــر هـــــــر مــضمـــون وو پــــه پښــــتو سـره

پت او مــيـنــه ئـــې ښـــکاره وه په پـښـتو کـې پـښـــتـــنـــو سـره

پـــــه نــــــــفـــــاق د پـــــښــــتــــون قــــــام بـــــــې حــــــده زوریـدو

تلــقین ئې ؤمسلسل پښتنوتـه د وحــدت ووپــه پــښــتو سره

چې کــړل ئـــــی وده بـــیـدار د خـپل شعر په مــضــمونــوســره

د ارواښادکبیرستوری په زړه نقش هیله هم داوه په پښتوسره

هــر مــیــدان ئــې پـــه پښــــتـو کـــې د ســیــالــی ؤ لانــدی کړی

تاریخ د پښـتــنو ئې جــــګ لـــــیــــدلــــی ؤ پـــه پــــښـــتـو ســره

چــې ئـې کـړی اراده د وړانــدی تـګ وه خپل مـــقــــصد پـسـی

مـــدعـــا ئــې کــــړه تــــــر لاســــه خــپـــل وســــه د پـــښـتـو ســره

چــــې څــه ئې ویل هـغـه ئــې کــول د شــعـــر پــــه ظــــهـــار ســره

قــــوت د فــکــــر ئـــــې پـــــه مـــــخ رڼـــــا وه پـــه پـــښـــتـو ســــره

په لـویــه پــښـــتونـــــخــــوائــــې د اتــــــــحــــــــاد کــــــړی آواز ؤ

دائې وه د عـزت بـلــنه،ټول په لار ځۍ د پښتودی پښتنـو سـره

پـــخــپــل عـــزم ارده کــــې پـــه شـــاه تــــګ تـــه حــــاضـــر نه وه

زړورؤ ارواښـاد تـه دوعـا وکړی الـتجا ده فـقـیـریـار پښتنو سره


[vid=files/videos/DaStoriPaYaad25.flv]


Mohammad Qasim Faqir Yar