نازيږي

دارواښاد ډاکټر محمد کبير ستوري نړيوال انتر نيټي خپرونې ويبپاڼه چمتو کونکي ته او له دغې لارې نه ټو لو افغانانو ته کوم چې دنړۍ په هرګوټ کې اوسيږي خپل دمينې ډګ سلامونه او ښې هيلې دپښتو ادب دپرا ختيا له پاره په ښو شيبو کې وړاندی کوم خدای دې وکړي چی تا سو ټولو ته دمنلو وړوي .

دارواښاد ډاکټر محمد کبير ستوری نړيوال انتر نيټي خپرونې ويبپاڼه څخه مننه کوم چی دپښتو ادب دپرا ختيا لپاره هلی ځلی کوی ا وس ډيرخوښ يم چی له دغې لارې څخه خپل احساسات او خپلي هيلې دپښتو ادب مينه والوته دشعر په ژبه وړاندی کوم .

بسم الله وردګ د چين له هيواد او د ارومچي له ښار څخه

مهمه نده چی پښـــتون پـــر پښتــو ښــه پــــوهــــيـږي

مـــهــمه داده پـــر پــــښــــتــو ژبـــــــه ويـــــاړیــــــــــږي

تـــــاســـــــو وګـــــورۍ شــــــمـــال ، هــــــغـه درو کــی

دپــښـــتـو پــــه نـــــوم دوي هـــسـی ځــــپــل کـــيــږي

پښتون هـغه دی چـې احـــســــاس را ژونــدی کـــړی

د پښتو پر پوهــیــدلــو پــښـــتون کلـــه جـــوړيـــږي

پښتـون هــــغــه دی چــې پـښـتـو بــــانــدی ولاړ وي

تــر هـــــغــی پـــوری چــی ســـر ئـــې قـربـــان کــــيـږي

او زړګــيـــه تــه پــــه نــــوم بـانــــدی پـــښــــتــون ئـــي

پــــښـــتـون خــــــو لــکــــه «سـتوری» تــــل ځـلـــيــږي

پښتون خـــو دی ، چـــې پښــتـو هـســکــه شـمـله کا

تــــل وردګ خـــو پـــر کــبـــيـــر ســـتــوری نــازيــــږي



Bismillah Wardak