ستورى

د لوی خدای په نامه

ډیرو محترمو مشرانو او زما ددی محفل ملګرو میلمنو، کبیر ستوری صیب د عالمی پښتو کانګرس سره ډیره مینه لرله او د هغی په ژوند مونږ ته دا اعزاز اصل ؤ د هغی سره مونږ ه دوه دری دستوري ډیر په ښه شان سره کړی وی په دی ننی پروګرام باندی زه هم دی خپلو ملګرو ته مبارکی ورکوم چې هغی دا دومره خونده وره موقه ټولو مشرانو کشرانو ته جوړه کړی ده چې هغی راغونډ شوی دی.

د ستوری په وفات باندی چې ډیر ناګهانی ؤ او ډیر اچانک ؤ د هر پښتون په زړه باندی يوه سدمه او یو داغ ولګیدو په هغه موقه ما ډیر مختصر غوندی يو نظم د ستوری صیب په یاد کې ولیکو او ددی نظم عنوان هم ستوری دی.

لـــكــه لــــمــر ئــــې پــــــــړك د نـــــور پــه كــهــــكــــشــان لاړ

د وطـــــن پــــه ځــــمــــكــــه ښــــــــخ شـــو پـــــه اســمــــان لاړ

لــــــكـــه ګـــل د ازغـــــــــو غــــــېــــــــږه كـــې خــــــــنـــدان لاړ

لـــــكــــــه بــــــــوى د ســــرو ګــــلابـــــــو پــــــــريــــــشـــان لاړ

يــــو كـاتــــــب نــــــه و، مـــكــــتــــــــب و د لــــــــوى فـــكــــــر

يـــــــو انـــــســــــان نــــــــه و مــــلــــــګـــــرو يــــو كـــاروان لاړ

د نــــــــيــــــكـــــــونـــــــــو تــــــــوري ګـــــــــورم ژړوي مـــــــــې

چــرتــــــــه ورك شــــــــو د پــــښـــــتـــون هــــــــغــه دوران لاړ

چــــــې پـــــه ښـــار کـــــې ئــــې د عــــــقـــل مـاتــــی ولـــــیـــد

شـــــهـــاب ځـــــکــــه نــــــن ، پــــه لــــــــور د بــــــیـــابــــان لاړ

[vid=files/videos/DaStoriPaYaad2.flv]


Advocat Shohab u Din Khatak