ستورى فنا شو

د مـــــحـــــبـــــت د ښـــــاېــــــســــتـــونــو د اســـمـــان ســــتـــورى

لاړو فــــــنـــــا شــــــــــو د ادب د ګــلــــــــســـــــــتـــان ســــتــــورى

چـا چـې هــسـتـي د پښـتونـخـوا شــمـلـو تـــه وبـښلـه

چـــا چــــــې د عــمــر هـــره ســاه پښتو تـه وبـــښـــلـــه

چـا چـې ځـوانـي د خـپـل ولـــس ســلـګــو تــه وبـښـلـه

هــــاغــــــه د ژونــــــد د عـــــظــــمـــتــونــو د كــاروان ســتــورى

لاړو فــــــنـــــا شــــــــــو د ادب د ګــلــــــــــســـــــتـــان ســــتــــورى

چــا چـــې د فــــكــــر ازادۍ لــــه خــپــلـه ژبــــه وركـــړه

چــا چـــې د ذهـــن بـــېـــدارۍ لـــه خــپـلـه ژبـــه وركـړه

چا چې بې نومه خپـلــواكــۍ لــه خــپـله ژبـــه وركـــړه

هـــغــه د ذات پــــه دنـــــيـــــاګــۍ كـــې دبــســـتــان ســــتـــورى

لاړو فــــــنـــــا شــــــــــو د ادب د ګــلــــــــــســـــــتـــان ســــتــــورى

چا چـې د لــر و بــر جــذبــو تــه كــړو مــنزل پــه ګــوتــه

چا چـې خـودســره پـښتــنو ته كــړو مـنزل پــه ګــوتــه

چـــا چــې بـــې لارې لارو تـــه كـــړه مـــنـزل پـــه ګـــوته

هـــاغـــه د خــــــيـــال د تـــعـــــــبـــيــرونـــو قـــدردان ســـــتـــورى

لاړو فــــــنـــــا شــــــــــو د ادب د ګــلــــــــــســـــــتـــان ســــتــــورى

د چـــا قـــلــم بـــه چـــې قـــيــصه د محــــبـــت لـــيــكـلـه

د چا احساس بـــه چـــې نـــغـمه د صــداقـــت لــيـكـلـه

د چــــا شــــعـــور بــــه چــــې ټـــپـــه د حـركـــت لـيـــكله

د خـــپـــل ولــــس د ارمــــانــــونــــــو پــــــه ارمــــان ســــــــتـــورى

لاړو فــــــنـــــا شــــــــــو د ادب د ګــلــــــــــســـــــــتـــان ســــتــــورى

كــــه ســـتورى نـــشـتـه خــو رڼــا يې هره خوا خوره ده

لكه وږمـه د لــر و بـــر پـه پــښـــتـــونـــخــوا خـــوره ده

لايـــقـــه مــيـــنــه يـــې د زړونـو پـــه دنـــيـــا خــــوره ده

هــــاغــــه د ســــــــوچ د مـــحـــــــلــــــونـــو د دوران ســـــــتـــورى

لاړو فــــــنـــــا شــــــــــو د ادب د ګــلــــــــســـــــــتـــان ســــتــــورى


Laiq Zada Laiq