د خدای بښلی ډاکتر کبیر ستوری په یاد

نـن چـې پـه مرګ د مـیـړنو ژاړمه زه په پــښـتو او پـــښـــتــنـو ژاړمــه

د سـړو تـشـه ده په دی هـیـواد کـی لـه بدی ورځــی پـه ســـــــړو ژاړمــه

د ســـــــبــــا پـــــــــتـــــــه بـــــــــه لــــــــه چــــــا لـــګــوو؟

چـــې یــــــو پــــه یــــو رالــــویـــږی ســـتـــوری زمــوږ

تــیــاری ګــواښ ګـــرنـدی، پـه قــابــو کـــی نــاســتی

ورځ چــــــې تــــــــهــــدیــــد ده ، لــه هـــر لـوری زمـــوږ

دا خـــــــــــوشـــــحــــالـــــۍ چــــــې رانـــــه ډډه کــــوی

د ژونـــد غــــــمـــونـــــــه دی ســــــــــر زوری زمـــــــــوږ

هــــغــه پــښـتـون « سـتـوری » کـــــبـــیـــر رایــاد شـــو

چـــــې پـــه دی یــــاد بـه اوښـــــکــــی اوری زمــــــــوږ

پــــښـــتـــنـــی مــــــور راوړی ډیــــــــربـــــــچـــــــــی دی

تــــــاریـــــخ ســــړیـــو پـــــــســــــی ګــــــــوری زمــــــــوږ

لــــــــږ دی پــــه مـــــونږه کــــی د مـــــخـــــی ســــــــــړی

پــــــــه نـــــــــــوم ســـــــــړی لــــروبــــر خــــوری زمـــوږ

ربـــــــه چــــــــې ډیـــــــــر کــــــــــړی مـــیـــړنـــی د وطـــن

چــــــې د مــــــلــــت پـــه ســر شــــی ســــیـــوری زمـــوږ

ســـــــرتــــیــــره مــــرګ د مـــــیـــــړنـــیــو مـــه وائــــــــی

خــــــوراک د مـــــــرګ وائــــی دا مــــخـــتــوری زمـوږ


Abdul Wahab Sartir