د مرحوم ډاکتر کبیر جان ستوری په یاد

وو مــیـــن پــه پــښـتـنواله ســتر پـښـتون په پــښتنو کـې

خدای بخښلی کــبیر سـتایـم ځـلاند سـتوری پرګـنو کې

د کونـړ د سیـند اوبــو بانـدې ئـې ژوند وو خـړوب شـوی

مـعـتــقــد وو پـه یــووالي چـاپـــیـریـال د تــربــګـــنـو کـې

پـه ډګــر د حـق غـوښـتـنې کـې ســالار د خـپل کاروان وو

پـښــتـون خـواه وو ، مـبـارز وو، ووبـلـد پـه زولــنـو کــې

د ازاد قـــلـــم خـــاونــد وو د ازاد احـــســاس جـــهـان کــې

انــګازې د ازاد خــیـال ئــې نه ځـایــږی پـه پـــنــجـــرو کې

اتــــفـــاق د پـــښــتــنـو ئـې د فــانـــي ژونـــدون ارمــان وو

کاشکــې سـرئې دا ارمان شـي د ژوندو په کارنـامـو کې

چـــې ښـــیـراز پـرې پـښـــتـانـه شــي د مــتـین دغه دعا ده

خـدایـه ! نـور هـــسې پــیـدا کړی د افــغـان په مـیړنوکې


Engineer Wakeel Mateen