د عـقـیـدت پـیـرزویــنـه

ســــتـوری د ســـبــا وو پـه پـــــښــــــتــو او پــښـــتـــنــو کې

لاره ئـــــې ښــــــودلــه پـــــښـــتـــنــو تـــه پــه پــــښـــتــو کــې

شـــمــع بــلــــیـــدلـــه روشـــنـــائـــی ئـــې هـــره خــوا کــې وه

لاره ئـــــې روښـــــانـــه پـه دا ټــوله پــښــتــونــخــوا کــې وه

لاس کــــې ؤ څـــراغ د هـــــــر پـــښــــتــون کـلــو بـانـډو کــې

لاره ئــــې ښــــودلــه پــــښــتــــنــو تــــه پــه پـــــښــــتـــو کــې

دا وو د رنــــــځـــــــونــــو او دردونـــــو او درمـــان ډاکــتــر

دا وو لـــرو بــــرو پــــښــــتــنــو کـــې درخــــشـــان ډاکـــتـــر

تـــل ئـــې تـوصــیــه کـړه پــښــتــنــو تــه پـــه نـــخـــسـو کـې

لاره ئـــــې ښـــودلـــه پـــښـــتــــنـــو تــه پـــــه پـــښــتـو کـــــې

نــــوم ئــــې وو کــبــیـــر اصـــلــی ټـــابـــوبـــی ئــې کــنـــړ وو

تـــــــورو غـــــــــرو درو کــــــې لـــکــه ســتـــوری د ســـحــــر

نــــوم بــــه ئــې تــل پــاتــی وی ژونــدی پـه تــاریــخـو کــې

لاره ئـــــې ښـــودلـــه پـــښــتــنــو تــــه پـــه پـــــښــــتـو کـــــې

ده پـــه جــــرمـــنـی کــې پــښـــتـنــو تــه ډیــر خـدمـــت کړی

هـــــلـــتـــه ئـــې ژونـــدون د شـــرافــــت او د عــــزت کــــړی

تـــل بــه ئـــې شـــمـلـه جـــګـــه یــادیـــږی مـــحـــفـــلـــو کـې

لاره ئـــــې ښــــــودلــه پـــښـتـــنــو تــه پـــه پـــــښـــتــــو کـــې

زه قـــــاضـــــی زاده د پـــــښــتـــنــو دا یــو لــوی غـم ګـــڼـــم

دا د ټـــــول افـــــــغـــــان لــــــپــــاره زه مـــلــی مـــاتــم ګـــڼـــم

ځـــان ئــې کــــورنـــۍ ســره شـــریـــک بـــولــم غـــمــو کــې

لاره ئـــــې ښــــودلــه پـــښـتــــنــــو تـــه پــه پــــــښــــتــو کــې


Amir Mohammad Qazi Zada