پــښتون ســتوری

نـــــــه د زحـــــــــل نـــه د نـــــــيـــــپــــتـون ســــــــتـــوری دې

لـــيـــلـــې نـــه جــــدا شــــوې د مـــجــنـــون ســـتـوری دې

مــاتـــم تـــــه ئــــې نـــن نـاسـت يو د حجرو رنګ مو الوتۍ

ورک شــوي پـــه اســــمـان کـي د ســـمــون ســــتــوری دې

زه پـــوي شـومه د ستورو په سينه کي زړونـه چاود شولۀ

بـــيــل شـــوي تــريــنـه نـن د پــــيــوســــتـون ســـتـوری دې

مــځـــکــه پـــه لــــړزان شــــوه دا ويــجـــاړه ولـي نـه شــوه؟

پــريــــوتــــئ لــه مــــداره يــــو پـــــښــتـــون ســــتــوری دې

مــــوږ اخــلــــو قــــد مــــونــه مــخ پــه وړانـدی لا روان يـو

“کــبـــــــيـــر” راتـــــه ســپــرلــــئ د لاريـــــون ســـتــوری دې

“ځــدراڼـه” خـود به لاس تر زنه ناست يم افسـوس بــه کوم

بــي وخــتــه را نــه ډوب د لــــوي پـــاڅـــون ســــتــوری دې

١٣٨٥،٢،٢٢

سويډن – مالمو

په درانښت “ځدراڼ “

Zadran