یادونه دی ژوندې دی

یـــــادونــــه دی ژونــــدی دی کــه دردونــه دی ژونــدی دی

په سترګو کې خوب نــشــته دی خـوبـونـه دی ژونــدی دی

چـــــې پـــــاتــــــی د کــاروانــــــه قـــــافـــلـــه دی تـــنــهــا لاړه

تـــالار کـــه خــــفــــه شــــوی مـــنـــزلــــونـــه دی ژونـــدی دی

طــــوفــــان د زمــانـــی خـــو ډیـــر پـــړونـی ځـان سـره یـــوړه

په سـر کــه شـــو ســـر تــــوره نــــو ســرونــه دی ژونــدی دی

خــزان ښــکـلــــی نــــودی راځـــیـــنــی لــوڅــی کړی له پاڼو

بــاغــوان کـــه مـــرور دی نــــو بـــاغـــونـــه دی ژونـــدی دی

اغـــزی خــــو هـــمـــیـــشــه وی د ښــاسـته ګـلـو انـګـــړ کــې

ســـاتـلــــی امـــانـــت وی چــــې بــویــــونـــه ئې ژونــدی وی

دا ســتـا پـــه پــل مـــو پــــل دی واوری تــــا رامــاتـی کـړی

خــطــا بـــه مــنــزل نـــشـــی چــــې رؤونــــه دی ژونــــدی وی

مــــطــرب خــپــلــه پـــرده کـــې د ربـــاب پــــه تـــار و وايـــی

مــړونــد کــه خـــالــی کــیـږی نو لــیـچـونه دی ژونــدی دی

د ســتـورو پـه قـــــلا کـې څـــه غـوغـــا نـــاری ســـوری وی

پــه قـــهــره کــهکـــشـان وو غـــوره تــونــه دی ژونـــدی دی

شـپـیـلـی د اســرافـــيـل کـی ښــه نــغـــمــه د پــښــــتـو دا ده

قــومـــونــه دی سـرلـــوړی چـې نـــیــکــونـه دې ژوندی دی

بـوږنــیـګــی بـه پـه خــوب کــې کــه بــچــی د پــښـتـانـه وی

اغـــیــار پــه دی پــوهــیــږی چـې اغـــزونــه دی ژونـدی دی

ســـــاپــــی پـــــه ډیــــر مــیـــــنــــه د ادب پـــه ژبـــــه وايـــــی

تــه ســتـوری د اســــمـان شـوی خو شعرونه دی ژوندی دی

کلن جرمنی جولای ۲۰۰۶ کال

[vid=files/videos/DaStoriPaYaad13.flv]


Engineer Faridullah Safi