ستورى صاحب لټوم

د خداي بخښلى ډاکتر ستورى په هکله مې دا لاندى څو بيتونه چې شعر نه دى خو شعر ته ورته به وى وليکل هيله مند يم چې د شعر او ادب خاوندان ما ملامت نه کړى .

ستورى پسى تللى وم « ويسلينګ » ته رسيدلى وم

« کروړ » راته ويلى هــغه پخــوا لــدى ځــاى تللـى دى

د شــنو درو پـه منـځ کې ، پـه ديــرو او پـه بانــډو کې

د ټـــولــو لـــر او بــــــرو پــښتــنـــو ســتــورى لــټــوم

د کـونــړ د سيند پــه غـاړه د لويـو بـيلــو پــه منــځ کـې

ســـــتــورى پـــــسـى ګــرځــــمــه هـــر لــورې لــــټــوم

د خــاص کـــونــــړ ورشـــــو کـې ، د تـنر په منظرو کې

زه دغــه نـومــيالــى ســتر انــسان ســـــتــورى لــــټــوم

راځــى چــې ســره ټـــول شــو او پـه ګـډه دوعــا وکــړو

دى پـــــاتــــى پـــښــتــنو تــه د ســـر ســـيــورى لـــټــوم



Dagarwal Gul Mohammad Faqirzai