ویــرنـه

لـکـــــه د ورځ چـــې پــــه ســــهــر کــې ومـــري

یا لـکـه ســــتـوري چــې پـه لــمـر کــې ومــري

یــا د چــا زیـــرې د خــــــوښــــــۍ د مــــــهـــــال

د غــــم لــه لاســــه پـــه اخــــتـــر کـــې ومــــــري

داســــــــې ارمــــــــــــان د زړه ځــــیـــــکــــــر کـــــې ومــــــړ

ډیــــــــــر لـــــــــری لـــــــــــری پــــــــــه ســـــفـر کـــې ومـــــــړ

د ســتــرګــو تــور د زړه ګـــي ســـر مــو چــې ؤ

پــــوره پـــه عــــقـــل او هــــنـــر مــــــــو چـــــې ؤ

پـــــه درد درمــــــــن د هـــیـــواد والـــــو ســـره

پــــه غــم غــمـــجـــن د هــر بــزګـــر مـــو چــې ؤ

د زړه پــــــه شـــــــور د زړه پـــــــه شـــــــر کـــــــې و مــــــــــړ

ډیـــــــر لــــــــــــری لــــــــــــری پــــــه ســــــفــر کـــــې ومــــــړ

څـــومــــره ارمـــان څــومــره هـــیــلـو ســـره ؤ؟

څـــومــــــره پـــه زړه ډک لـه ګــــیـــلــو ســره ؤ؟

د غــــم لـــــړلــــي ژونـــد بـــهـر کــې رښــتــــیــا

څــــومــــره د ســـــتــرو حــــوصــــلــو ســــره ؤ؟

د ســـــتــــر غــــورځــــنــــګ پـــه لـــوې ټـــکـــر کـې ومــړ

ډیــــــــر لــــــــری لــــــــری پــــه ســــــفــــــر کــــې ومــــــــــــړ

د افـــــغــــان ځـــــوی ؤ د افــغـــان پـه نـنــګ ؤ

د نـاپــوهـــۍ ســره اخـــتـــه پـــــه جـــــــنـــګ ؤ

د قــــلـــــم څـــوکــــه ئـــــې تـــــیــره تـــر تـــوری

د نــنــګ پـه کـار کــې لـه هــر چــا نـه دنــګ ؤ

پــــــــه داســـــــــي بــــــــڼــــه پــــــــه بــــــــهــــر کـــې ومـــــــړ

ډیـــــــر لـــــــری لــــــــری پـــــــــه ســـــــــفـــــر کــــــې ومـــــړ

پــه پــــښــتــنــو کـــې د شـــــمــلـــی ســـــــړی ؤ

پــــــر هــــــر غــلـــیـم هـــم د حـــمـــلــی ســـړی ؤ

هــــــــر کــــلـــه هــــــــم لـــه نــــاپــوهــــیـــه ســـره

پـــــه هــــــر ډګــــر کــــې د جـــــګـــــړی ســړی ؤ

د ولـــــــس غـــــم پــــــه ســـــــــــمــــنـــدر کـــــــې ومـــــــــــړ

ډیـــــــــر لـــــــری لــــــری پــــــــه ســـــفـــر کــــــــې ومــــــــــړ

د خــــپـــــل د کـــلـــي لــه کــوڅـــې نــه خــــبــــر

د خـــپــل د ځـــان د پــردیــــســـې نـــه خـــــبـــر

د غــــلـــیـــم هــــڅـــی ئـــې لا هــــم څـــــارلـــــې

د خـــــپـــل هـــــیــواد لـه بـــي وســـي نـه خـــبـر

د نــــــــنـــــــګ او نـــــــام هــــــــســــې ډګـــــــر کــــې ومــــړ

ډیـــــــر لـــــــری لــــــــری پــــــه ســــــــفــــر کــــــــې ومــــــــړ

د خـــــدای بــــښـــلــــیــو د جـــنـــت پــه لـــوری

پــــــه صـــــفـــا زړه د مــــــحـــبــــــت پـه لــوری

مــیــنـــه د زړه بــه ئــې لا ښــــه هــــــوســـــــاکــا

د لــــــوی څـــښــــتـن هـــم د قــربـــت پـه لـوری

د بـــــل پــــــه ښـــــــــــار د بـــــل پـــــــه ورکــــــــی ومــــــــــړ

ډیــــر لــــــری لـــــــری پــــــه ســــــــفــــــر کــــــې ومـــــــــــــړ

دعــــــــــــــا کــــــــوو تـــــــل ادیـــــبــــانــــو لــــره

ټـــــولــــــو ســـپـــیـــڅـــلـــیــو شـــاعـــرانـو لـره

چـــــې پـــــه بـــــهـــر کـــــې اواره لا ګـــــرځـــــي

پــــــــــر وطــــــــن ګـــــرانــــو مــیـــــنــانــــو لـــره

څـــــوک چـــــې پــــردیــــس پـــه بـــل ټـــــبـــر کــې و مـــــړ

ډیــــــــر لـــــــری لـــــری پــــــه ســــــــفـــــــر کـــــې ومــــــــــړ



Mabariz Sapi