افغانستان : د خاص کونړ په ولسوالۍ کې د ستوري عامه کتابتون

د کنړونو ولايت د خاص کونړ دولسوالۍ د تنر په په کلي کې د پښتو ژبې د ملي او نوميالي شاعر،لیکوال  او عالم ارواښاد ډاکټر کبير ستوري په نومد ستوري عامه (ولسي ) کتابتون پرانستل شو. په دغه  کتابتون کې دا مهال د 3000 څخه زيات ديني، علمي، سياسي، ادبي، اجتماعي،  مسلکي او د زده کړې کتابونه د خاص کونړ د لوستونکي لپاره موجود دي.

د خاص کونړ ليکوالان، شاعران، اديبان، پوهېدونکي (محصلان) او زده کوونکي کولاى شي، چې د ستوري له عامه کتابتون څخه د خپلې پوهې د لوړوالي او تحقيق لپاره ګټه واخلي، هر هغه لوستونکى چې کتاب ته ضرورت لري، په وړيا توګه له دغه کتابتون څخه د موقت وخت لپاره د خپلې خوښې کتاب ترلاسه کولى شي او د اړتيا د پوره کولو وروسته يې بايد بېرته د کتابتون مسوول ته وسپاري. لوستونکي کولاى شي چې په دې اړه د کتابتون او ستوري مجلې له مسوول مدير عرفان الله کوټوال سره اړيکه ټينګه کړي.

پتـــه: د خــــاص کونـــړ ولسوالۍ، د تنر کلى، طلايي بانډه

د ټليفون شمېره: 0772931466