د خاص کونړ په ولسوالۍ کې د ستوري عامه کتابتون


د کونړونو ولايت د خاص کونړ دولسوالۍ د تنر په کلي کې د پښتو ژبې د ملي او نوميالي شاعر، ليکوال او عالم ارواښاد ډاکټر کبير ستوري په نوم “د ستوري عامه (ولسي کتابتون) پرانستل شو. په دغه کتابتون کې دا مهال د 3000 څخه زيات ديني، علمي، سياسي، ادبي، اجتماعي، مسلکي او د زده کړې کتابونه د خاص کونړ د لوستونکي لپاره موجود دي.

د خاص کونړ ليکوالان، شاعران، اديبان، پوهېدونکي (محصلان) او زده کوونکي کولاى شي، چې د ستوري له عامه کتابتون څخه د خپلې پوهې د لوړوالي او تحقيق لپاره ګټه واخلي، هر هغه لوستونکى چې کتاب ته ضرورت لري، په وړيا توګه له دغه کتابتون څخه د موقت وخت لپاره د خپلې خوښې کتاب ترلاسه کولى شي او د اړتيا د پوره کولو وروسته يې بايد بېرته د کتابتون مسړل ته وسپاري. لوستونکي کولاى شي چې په دې اړه د کتابتون او ستوري مجلې له مسړل مدير عرفان الله کوټوال سره اړيکه ټينګه کړي.

پتـــه: د خــــاص کونـــړ ولسوالۍ، د تنر کلى، طلايي بانډه

د ټليفون شمېره: 0772931466