روسیه : د سانکت پترس بورګ په ښار کې دا رواښاد کبير ستوري تلين نمانځل کيږي

د2010 زېږ ديز کال داپریل دمياشتې په 13 مه نيټه دروسيې فدراسيون دسانکت پترس بورګ په ښار کې دميشتو افغانانو ټولنيز سازمان (دافغانانو شورا) له خوا دهیواد پياوړي عالم ، سياسی او ټولنيز شخصيت خدای بخښلي ډوکتور کبير ستوري په ياد يوه درنه ادبي غونډه نيول کېږي.

په سانکت پترس بورګ کې ددکتور کبير ستوري ټولو مينه والو ته خبر ور کول کېږی چې په نوموړي غونډه کې ګډون وکړی .

په دغه ادبي غونډه کې دخدای بښلي ستوری په ژوند ، مبارزه ، شاعري او علمی ـ ادبي تخليقاتو باندې بحث او مقالې لوستل کېږي .

دغونډې اساسي موخه دستر کبير ستوری له اند او فکر سره دافغانانو پېژندګلوي ده .

که دنورو هېوادونو څخه زموږ ګران هېواد وال غواړي دغه ادبي غونډې ته خپل پيغامونه واستوي کولای شي په لاندې پتو خپل ليکونه را واستوي ، دغه پيغامونه به دغونډې جوړوونکو له خوا ګډونکوونکو ته ابلاغ شي .

په درناوی .

په سانکت پترس بورګ کې دافغانانودشوراله خوا

بريښنايي پتې :

[email][email protected][/email]

[email][email protected][/email]

[email][email protected][/email]

په سانکت پترس بورګ کې دغونډې دجوړېدو ځای :

ګروخاوایا ۴۱ دګريبایېدوف کتابتون .

ул. Гороховая,Д.41 библеотека имени Гребаедова

وخت او نيټه : داپرل دمياشتې ۱۳ دمسکو په وخت دماښام ۱۸ بجې .