پیښور کی دارواښاد ډاکټر کبیر ستوری د تلین په مناسبت د ادبی غونډی خبرتیا او بلنه

پیښور: پښتو عالمی کانګرس Pushto International Congressاو ټرائیبل یونین اف جرنلسټس Tribal Union of Journalistsـ پښتونخوا، د پښتو ژبی د نوموړی قامپرست شاعر، لیکوال او مبارز ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د تلین په مناسبت د یوی درنی ادبی دستوری تابیا کړی ده ، چی د پښتو ژبی لر او بر نوموړی لیکوالان،ادیبان او شاعران به پکی ګډون کوی.

دا ادبی دستوره / غونډه به د 2010 میلادی کال د اپریل د میاشتی په پنځمه نیټه د ګل (دوشنبی) په ورځ په پیښور ـ صدر کی دایران کولتوری مرکز په هال کی د ماځیګر په دری نیمو بجو شروع کیږی.

پښتو عالمی کانګرس او ټرائیبل یونین اف جرنلسټس ، پيښورـ پښتونخوا، تاسو درنو هیوادوالو ته په درنښت بلنه ورکوی چی مونږ سره دارواښاد ستوری د تلین په ادبی غونډه کی ګډون وکړی اوپه خپل ګډون سره زمونږ دا دستوره لا درنه کړئ.

په درناوی

حميد الرحمن نادان

د پښتو عالمی کانګرس د اطلاعاتو اوکولتوری چارو سیکرټری

نیټه : دګل (دوشنبی) ورځ د ۲۰۱۰ میلادی کال داپریل ۵ مه

وخت : د ماځیګر دری نیمی بجی

ځای : په پیښور ـ صدر کی دایران کولتوری مرکز هال