د ډاكټر كبير ستوري وېب پاڼه بيا پر ليكه شوه

لر او بر۱۴/۴/۲۰۰۹: له څه ځنډ وروسته يو ځل بيا د خوست وېب پاڼې د چلوونكي ښاغلي رحيم خان خوستي په زيار د ارواښاد ډاكټر كبير ستوري ټولنيزه ، ادبي ، هنري ، او معلوماتي وېب پاڼه پر ليكه شوه .

تر دې وړاندې ياده شوې وېب پاڼه د ښاغلي خوستي په زيار په دوه زره اووم زېږديز كال چمتو شوې وه چې وروسته د يو لړ تخنيكي ستونزو له امله د انټرنيټ له ليكې وتلې وه . خو د ګڼ شمېر ، پښتونو ليكوالانو ، اديبانو او مينه والو په پرلپسې غوښتنو دا دې بیرته پر ليكه شوه .

مينه وال كولاى شي چې دغې وېب پاڼې ته په لاندې درك ځانونه ورسوي .

khost-web.net/stori