پښتو عالمي کانګرس د « ستوری ايوارډ » ايوارډونه ورکړل

دپښتو عالمي کانګرس د پښتو ژبې او ادب ته دنه هېرېدونکيو خدمتونو په اعتراف کې پښتو عالمي کانګرس مشر پروفیسر جهانزیب نياز ته ، دانش خپرندويې ټولنې مشر اسدالله دانش ساپی ته او د وحدت ورځپاڼی جائنټ ايډيټر ښاغلی پیر رحمدل شاه همدرد ته د « ستوری ايوارډ » ورکړ

نوموړو ته دغه ايوارډونه د ( ANP)مرکزی مشر ښاغلی خان محمد افضل خان ( خان لالا) او د پښتو عالمي کانګرس دمشر پروفيسر جهانزېب نياز لخوا ديوې درنې غونډې په ترڅ کې چې په پېښور پریس کلب کې په 13.04.2007 نېټه د جمعی په ورځ د مازيګر په څلورو بجو د هيواد د ملی ، منلی سړيتوب ( شخصیت ) شاعر ، لیکوال ، ژورنالست ، څیړونکی او ساپوه ډاکتر کبیر ستوري دلومړي تلين په مناسبت جوړه شوې وه ورکړل شو.