کابل : د هیواد د ملی او منلی شخصیت او د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د مشر او بنسټ ایښودنکې ، د پښتو ژبې در ښتینی پالونکې ، شاعر، لیکوال، ادیب، څېړونکې ، ژورنالست او د پښتون قامی وحدت سرلښکر دساه پوهنی ماهرارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه دروان کال 2006 ع د اپریل د میاشتی په 22 نېټه په کابل کې د عیدګاه په جامع جماعت کی په دولتی ( سرکاری ) مراسمو سره واخیستل شوه.
په فاتحی کې خپلوانو، دوستانو، هیوادوالو، سیاسی او ادبی ملګرو ،ملی شخصیتونو،لوړرتبه دولتی چارواکواو ګڼ شمیر مینه والودهیواد دبیلابیلو برخو څخه ګډون کړی وو. په راغلو میلمنو کې
د افغانستان دجمهور رئیس مرستیال او مشاور وزیر ښاغلی هدایت امین ارصلاح
په کلتوری او فرهنګی چارو کې د جمهور رئیس مشاور وزیر ښاغلی زلمی هیواد مل
د افغانستان د لوړو تحصیلاتو وزیر ښاغلی پوهاند ډاکتر سید امین شاه حسن یار
د پوهنی وزیر ښاغلی نور محمد قرقین
د مخدره موادو پر ضد د مبارزی وزیر ښاغلی حبیب الله قادری
د مالی د وزارت سر پرست او اداری معین ښاغلی عبدالرزاق صمدی
د جمهور رئیس صلاح کار وزیر او د کابل پوهنتون پخوانی رئس ښاغلی پوهاند عبدالسلام اعظمی
د افغانستان د المپیک د کمیټی مشر او صلاح کار وزیر ښاغلی محمد انور جګدلک
د کابل پوهنتون رئیس او د عدلی د وزارت صلاح کار پوهاند فاروق بشر
د پوهنی پخوانی وزیر پوهاند عبدالرسول امین
د پوهنی د وزارت د علمی څانګی غړی او د کابل پوهنتون استاد پوهاند دکتور محمد قاسم جمدر
د کابل پوهنتون استاذان ښاغلی پوهاند ډاکتر نوراحمد میرازی، ښاغلی شیراحمد ګردیوال، ښاغلی محمد ظاهر نظام، ښاغلی لطیف الله ساپی او ښاغلی پوهنیار محمد اسماعیل يون او نور….
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو د جرګی غړی او د کابل پوهنتون استاد ښاغلی ډاکتر ګل حسن ولیزی
د چاپیریال ساتنی د مستقلی اداری مرستیال دوست محمد امین
د ملګرو ملتونو د یوناما د د فتر په دولتی چاروکې صلاح کار او د کورنیو چارو د وزارت پخوانی معین ښاغلی شاه محمود میاخیل
د سرحداتو پخوانی وزیر لیکوال او شاعر ښاغلی سلیمان لایق
د پوهنی پخوانی وزیر او د کابل پوهنتون استاد ښاغلی عبدالرشید جلیلی
د کورنیو چارو د وزارت د مخابراتو او تکنالوژۍ رئس برید جنرال سید نسیم هاشمی
د سرحداتو د وزارت صلاح کار ښاغلی قربان اغا
د کونړ ولایت والی او مشاور وزیر ښاغلی اسدالله وفا
د کورنیو چارو د وزارت د اداری چارو معین ښاغلی عبدالمالک صافی
د پوهنی د وزارت اداری معین ښاغلی صدیق پتمن
د معادن او صناعیو د وزارت معین انجینر محمد ابراهیم
د قندهار ولایت د امنیی قوماندان ښاغلی عبدالمالک واحدی
د کورنیو چارو د وزارت د ښوونی او روزنی عمومی رئیس تورن جنرال ګل نبی احمدزی
د کابل ولایت امنیی قوماندان ډګر جنرال عبدالجلیل جنبش
د پولیسو داکاډمۍ قوماندان ډګر جنرال سید شیراغا
د کابل د ملکی هوائی ډګر قوماندان برید جنرال امین امر خیل
د مجاهد اولس د جریدی مسئول او چلونکی ښاغلی محمد حسن ولسمل
ښاغلی نبی فراهی ، ډګر جنرال عبدالبصیر حیدر ، ډګر جنرال حبیب الله شفیق اظغری، تورن جنرال ښاغلی سید کمال شاه، متقاعد ډګروال ښاغلی عطاواله فقیر
د کابل ولایت د امنیی قوماندانۍ ددفتر رئس ښاغلی سید افندی
په ولسی جرګه کې منتخب وکیلان ښاغلی ډوکتور فاروق میړنی، ښاغلی پیر بخش ګردیوال ، ښاغلی سیدهاشم فولاد، ښاغلی مولوی شهزاده شاهد او ښاغلی شجاع الملک جلالا
په افغانستان کی د نړیوال بانک مرستیال ښاغلی ارباب محمد امجد خان
او د پوهنی د وزارت پخوانی معین استاد معین مرستیال باجوړی
ګډونکوونکو د خدای بخښلی ستوری روح ته دوعا وکړه، او د ارواښاد ستوری سیاسی ،قامی او ادبی خدمتونه یی وستایل اودهغه مرګ ئې پښتون قوم،هیواد او ولس ته لویه او نه جبران کیدونکی ضایعه وګڼله.
د ارواښاد د کورنۍ په استازیتوب د ارواښاد ډاکتر ستوری مشر ورور دولسی جرګی پخوانی وکیل حاجی عبدالجلیل ملنګ ، او د ارواښاد مشر ځوی عبدالبصیر بیدار د ګډونکونکو د راتګ او غمرازۍ څخه مننه وکړه.