د ډاكتر كبير ستوري په مړينه د مختلفو تنظيمونو او شخصياتو غمرازي

ورځپاڼه وحدت: 16 اپريل 2006:

پېښور (وحدت خبر) جرمني كې مېشت د پښتو ژبې د نامتو ليكوال، شاعر، ماهر نفسيات، سياست دان او د پښتنو د حقوقو مبارز ډاكتر كبير ستوري په مرګ ټول پښتانه په ځانګړې توګه اديبان او شاعران زيات غمجن شوي دي. د كامل پښتو ادبي جرګې پېښور صدر ډاكتر شېر زمان طاېزي او نورو ملګرو د ډاكتر كبير ستوري په ناڅاپي مړينه د ژورې خواشينۍ څرګندونه كړې او د نوموړي مړينه يې د پښتو ادب او ژبې لپاره يوه ستره ضايعه ګڼلې ده. دوى دعا كړې ده، چې خداى پاك دې د مرحوم مغفرت نصيب كړي.

بل خوا افغان خپرندويې ټولنې پېښور هم د ډاكتر كبير ستوري په مړينه ژور خپګان څرګند كړى او ويلي يې دي، چې نوموړي د پښتو ژبې او ادب لپاره په زړه پورې خدمات ترسره كړي دي. نوموړي نه يوازې پخپله د پښتو ستر خدمت كړى، بلكې نور پښتانه يې هم د پښتو خدمت ته هڅولي دي. دوى دعا كړې ده، چې خداى پاك دې د مرحوم مغفرت او غمجنې كورنۍ ته د زړه صبر نصيب كړي.

د عالمي پښتو كانګرس د غمرازۍ غونډه د كانګرس د چيرمين پروفيسر جهانزيب نياز په صدارت كې وشوه. غونډه كې په جرمني كې مېشت د پښتو د لوى خدمتګار، شاعر او ليكوال ډاكتر كبير ستوري په مړينه د ډېر غم او خپګان څرګندونه وكړى شوه. په غونډه كې وويل شول، چې مرحوم په جرمني كې د پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټۍ باني و. د مرحوم له خوا دويم پښتو عالمي كانفرنس او د عالمي پښتو كانګرس په سيمينارونو كې شركت له پښتو ژبې سره د مينې يو ښكاره ثبوت دى. د عالمي پښتو كانګرس ټولو عهده دارانو د مرحوم له كورنۍ سره د همدردۍ اظهار كړى دى.

د پښتون ډيموكراټيك كونسل چيرمين زرعلي موسى زي په خپل يو اخباري بيان كې د ډاكتر كبير ستوري په مړينه غمرازي ښكاره كړې او ويلي يې دي، چې ډاكتر صيب د پښتنو نه هېرېدونكى مبارز و. د پښتون وحدت لپاره د خداى بښلي خدمات د هېرولو نه دي. دده له مړينې سره پښتنو ليكوالانو ته سخته صدمه رسېدلې ده. ده د خداى بښلي له كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه كړې ده.

———————-

د ډاكتر كبير ستوري په مرګ د مختلفو سياسي او ادبي مشرانو غمرازي

د افغانستان ستر دانشور، سياسي او سماجي شخصيت ډاكتر كبير ستورى په جرمني كې په حق رسېدلى دى. دده په مرګ ګڼو سياسي او ادبي مشرانو د غمرازۍ څرګندونه كړې ده او دده كور راحت اباد پېښور ته د غمرازۍ لپاره تللي دي، چې په دغه مشرانو كې د اى.اين.پي ستر مشران افضل خان لالا، حاجي غلام احمد بلور، ميا افتخارحسين، بشير احمد بلور، د اكاډمي ادبيات ډايريكټر سيد ولي خيال، د ريډيو پاكستان كوهاټ ډايريكټر لايق زاده لايق، د افغان قونسلګرۍ نماېنده احمد سعيد سعيدي او محمد ظاهر بابري، د ريډيو پاكستان پېښور ډيپټي كنټرولر لياقت سيماب، پروګرام منيجر عنايت الله ضيا، د پښتو ژبې ليكوالان سليم راز، اباسين يوسفزي، ډاكتر راجولي شاه خټك، ډاكتر شاه جهان سيد، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ارباب مجيب خان او نورو ګڼ شمېر سياسي او ادبي مشران د ډاكتر كبير ستوري كور ته لاړل او مرحوم ته يې د مغفرت دعا وكړه. نوموړو مشرانو د كبير ستوري خدمات وستايل او كورنۍ ته يې ددغه ستر غم د برداشت او حوصلې تسلي وركړه.