د پښتنودټولنیزولسولیز ګوند مشر کبیر ستوری لدی فانی دنیا څخه د تل له پاره سترګی پټی کړی

پښتون سیاستوال او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر ډاکتر کبیر ستوری لدی فانی دونیا څخه د تل له پاره سترګی پټی کړی.

انا لله و اناالیه راجعـون

کــه زمـــا ســــتــوری پــه قــــبــر چــیــرتــــه راغــلــــی

په پـــښـــتـــو راتــــه دوعـــا کــــړه پــــری مــــیـــن یــــم

خدای بخلی ډاکـتر کـبیر ستوری د پښتو ژبې منلی شاعـر، لـیـکـوال، څیړونکـی او دپلوم ساپوه په پښتو او پښتونولۍ مین، د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر او دقام رښتنی بچی او خدمتګار د سه شنبی ورځ د ۲۰۰۶عیسوی کال داپریل د میاشتی په څلورمه نېټه د سهار په 5 بجو زمونږ څخه د تل له د پاره جدا شو.

د اروا ښاد جنازه به د هغی په پلرنۍ هدیره کې د کونړ ولایت د تنر په کلی کې خاوروته سپارل کیږی.

د پـښـتـو ژبـــې مــنــلی شـاعــر، لـیـکـوال، څیړونکـی او دپلوم ساپوه ( Diplom-Psychologist ) ښاغـلی ډوکـتور کـبیـر ستوری په هډ پښتون په ټبر میرداد خیل دی چې د پښتنو د یـوسـفـزو د پـرګـنې پـورې اړه لري.

کـبیر ستوری د لعل محمد خان زوی او د بری پښتونخوا د کونړ د تنر په کلي کې پر ۱۷/۰۱/۱۳۲۱ ل هـ کال ( 06.04.1942 ) زيږیدلی دي.

ده خپله لومړنۍ زده کړه د خاص کونړ په لـومـړني ښوونځي او په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې او خپله لوړه زده کړه د جرمنی د فرانکفورت ، کولن او ماربورګ په پـوهـنـتـونـونـو کې د ساپـوهـنې Psychology په څانګه کې چې فلسفه Philosophy سیاسي پوهنه Pol. Scienec او ټولنپوهنه Sociology ورسره مل وه سرتته رسولي ده.

ستوری د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP ) د بنسټ ایښودونکو مخکښانو څخه دی.

د شاعرۍ په نړۍ کې د یوه پر مختللی ادبی بهیر پوری اړه لری چې مشر نماينده ئې د پښتو د اد ب پلار اجمل خټک دی. د پښتنو د یووالی ، خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره ده ته د باچا خان نظریو ژوند وربخلی دی.