د خاص كونړ فرهنګيانو د ستوري په ياد غونډه وکړه

د 2007 كال د جنورۍ په درېمه نېټه د كونړ ولايت د خپلواكه فرهنګي ټولنې او د خاص كونړ فرهنګيانو په نوښت د هېواد ملي او منلي شخصيت، شاعر، ليكوال او څېړونكي ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په ياد د خاص كونړ د لېسې په انګړ كې يوه درنه غونډه او مشاعره وشوه.

غونډه د قاري فضل هادي (عاصم) له خوا د قرانكريم په څو مباركو اّياتونو پيل شوه. د غونډې د پرانيستنې وينا د خاص كونړ د ولسوالۍ د ښوونې او روزنې د مدير محمد اجمل حكاك له خوا وشوه. د غونډې صدر (مشر) د كونړ ولايت د اطلاعاتو او كلتور پخوانى رئيس محمد شفا (مشفق) او مشران مېلمانه يې ډاكتر شېر ولي (شېر)، ډګروال جماالدين او محب الله و. د غونډې كوربانه د كابل د علومو اكاډمۍ مرستيال څېړونكى عبدالقيوم مشواڼى او وجيه الله شپون و. دسټېج چارې محمد ادريس غروال او مير سلام مجاور ترسره كړې.

د غونډې باقاعده اّغاز د عرفان الله كوټوال له خوا د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په لنډې پېژندنې او د هغه د ملي، سياسي او فرهنكي هڅو ته په لنډې كتنې په وينا سره وشو. ورپسې د كونړ ولايت د خپلواكه فرهنګي ټولنې په استازيتوب محمد ادريس غروال وينا وكړه او د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په ادبي او فرهنګي خدمتونو يې تفصيلي رڼا واچوله او زياته يې كړه، چې ارواښاد ستورى د كونړ ولايت ملي او فرهنګي شتمني وه او موږ بايد خپل اتلان تل په داسې غونډو ونازوو. بيا د خاص كونړ دفرهنګيانو په استازيتوب د علومو د اكاډمۍ مرستيال څېړونكي وجيه الله شپون خپله ليكلې مقاله د (د ډاكټر كبير ستوري ژوند، شاعري او اّثارو ته يوه لنډه كتنه) تر سرليك لاندې ولوسته او په تفصيل سره يې د ارواښاد په سياسي، اجتماعي او فرهنګي هلوځلو رڼا واچوله.

همداشان د غونډې له برخه والو څخه سميع الله حقمل او طارق سالارزي د ارواښاد په فرهنګي هلوځلو خبرې وكړې. همداشان د خاص كونړ د يوسفزو د شورا په نماېنده ګۍ معلم رحيم ګل د ډاكتر ستوري په ولسي، قومي او ادبي هلوځلو او خدمت خپل خيالات څرګند كړل.

د غونډې په دويمه برخه كې يوه ازاده مشاعره وشوه، چې د كونړ او ننګرهار ولايتونو شاعرانو پكې برخه واخيسته، چې نومونه يې په دې ډول دي: ډاكتر بشير احمد ګواښ، هدايت الله خطاب، عرفان الله كوټوال، فضل الهادي عاصم، عبدالواحد پتمل، مير سلام مجاور، طارق سالارزى، اصف مياخېل، يوسف ننګيالى، داود شاه داود، سميع الله حقمل، ګلرنګ كوچوان، محمد ادريس غروال او عبدالرحيم صدف.

تر مشاعرې وروسته د خاص كونړ د فرهنګيانو له خوا د ډاكتر كبير ستوري په نوم د فرهنګي ټولنې د جوړېدو اعلان وشو، چې د ګڼ شمېر ادبي ټولنو په استازيتوب مختلفو فرهنګيانو او د كونړ د خپلواكه فرهنګي ټولنې له خوا د مباركۍ په پېغامونو ولمانځل شو.

د غونډې په ترڅ كې د علومو د اكاډمۍ غړي او مرستيال څېړونكي عبدالقيوم مشواڼي د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري ادبي او فرهنګي هلې ځلې وستايلې او د هغه د علمي څېړنو په هكله يې تفصيلي معلومات وړاندې كړل او زياته يې كړه، چې د ارواښاد ستوري نوم به د هېواد په تاريخ كې تر ابده ژوندى وي، ځكه چې د هغه هلې ځلې او عملي مبارزه د پښتو ژبې او پښتنو لپاره د هېچا نه پټه نه ده او موږ به يوازې د هغه ياد په دې غونډه نه ختموو، بلكې موږ به يوه بله غونډه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په ياد په نژدې راتلونكي كې جوړوو.

د غونډې په پاى كې د جرمني نه راغلي مېلمه ډاكتر شېر ولي “شېر” د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند د دارالانشاء غړي د پښتنو د كلتوري ودې د ټولنې په استازيتوب خبرې وكړې او د ارواښاد كبير ستوري په هراړخيز شخصيت يې رڼا واچوله او د هغه سياسي، علمي او فرهنګي هلې ځلې يې وستايلې.

په اخر كې د غونډې ټول ګډون كوونكي د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري مزار ته لاړل او په ګډه يې د مغفرت دعا ورته وكړه. په دې موقع د ارواښاد د قبر دجوړېدو د بنسټ ډبره هم كېښودل شوه.