ورځپاڼه وحدت : د سوات د شاعرانو غونډه

ورځپاڼه وحدت: 21 مى 2006:

د سوات د شاعرانو غونډه

د سوات د اديبانو او شاعرانو يوه لويه غونډه د محمد پروېش شاهين په مشرۍ شوې وه، كومه كې چې د دوو لويو دانشورانو، اديبانو او ليكوالانو ډاكتر كبير ستوري او قمر زمان طاېزي په مړينه د هغوى د علمي او او ادبي حيثيتونو په باب رڼا واچول شوه. په اخر كې د دواړو د بښنې او تل عمري خوشحاله ژوند دپاره دعاګانې وغوښتى شوې او د هغوى حق رسېدنه يې د پښتو ژبې او ادب لپاره يو لوى زيان وګاڼه. دعا وغوښتل شوه، چې دواړه ارواښاد به د خپلو خپلو علمي فنپارو په سبب د مورنۍ ژبې په ادب كې تل عمري په لوى احترام نه ډك په درانه نوم يادولاى شي.