د سپين غر پښتو ادبي جرګې د غمرازۍ غونډه

ورځپاڼه وحدت: 21 مى 2006:

د سپين غر پښتو ادبي جرګې د غمرازۍ غونډه

د مى په اوومه نېټه د سپين غر ادبي جرګې له خوا د نوشي بنګش په صدارت كې يوه غونډه وشوه. په غونډه كې د ډاكتر كبير ستوري په مړينه د خپګان څرګندونه وشوه او مرحوم ته د مغفرت دعا وشوه. په غونډه كې نوشي بنګش، طاهر حسين، شير عالم طوري، علي نظير تبسم، عارف جان عارف، عباس علي مدهوش او مهدي كروبي برخه واخيسته.