د قاسم علي اپريدي پښتو ادبي ټولنې تعزيتي غونډه

ورځپاڼه وحدت: 14 مى 2006:

د قاسم علي اپريدي پښتو ادبي ټولنې له خوا تعزيتي غونډه

وحدت: د قاسم علي اپريدي پښتو ادبي ټولنې دره ادم خېل مياشتنۍ غونډه په 30 اپريل 2006 په عزيز خان ماركېټ دره بازار دره ادم خېل كې د سراج صافي په حجره كې د حاجي حميد ګل اپريدي په صدارت كې وشوه. په دې موقع يو تعزيتي قرارداد كې د ډاكتر كبير ستوري په مړينه د ډېر زيات غم او خپګان څرګندونه وشوه او مرحوم ته د مغفرت لپاره د الله تعالى نه دعا وغوښتى شوه او د ارواښاد كبير ستوري په خدماتو رڼا واچول شوه.