د ګڼو شاعرانو له خوا يوه تعزيتي غونډه

ورځپاڼه وحدت: 13 مى 2006:

د ګڼو شاعرانو له خوا يوه تعزيتي غونډه

د ګڼو شاعرانو له خوا د ډاكتر كبير ستوري په مړينه غمرازي

كواټ (وحدت خبر) كواټ كې د رحمت شاه رحمت په صدارت كې يوه تعزيتي غونډه وشوه، چې ګڼو شاعرانو او ليكوالانو پكې برخه واخيسته. غونډه كې د پښتو ژبې د نوميالي ليكوال ډاكتر كبير ستوري په مړينه د ژور غم او خپګان څرګندونه وشوه او د هغوى په حق كې فاتحه خواني او دعا وكړى شوه. غونډه كې د ګډون والو په حيث فيروز خان صادق، ډاكتر رياض، عدنان بخاري، عمر مختار اپريدى او نور شامل وو.