د عالمي پښتو كانفرنس او انجمن ترقي پسند…

ورځپاڼه وحدت:

د عالمي پښتو كانفرنس او انجمن ترقي پسند مصنفين د غمرازۍ غونډه

پېښور (وحدت خبريال) د عالمي پښتو كانفرنس او انجمن ترقي پسند مصنفين يو مشتركه غونډه د سليم راز په صدارت كې وشوه، چې پكې د پښتو نامتو دانشور او شاعر كبير ستوري، د پښتو نامتو اديب سيد تقويم الحق كاكاخېل او نامتو شاعر او طنزنګار قمر زمان طاېزي په مړينه د غم او خپګان څرګندونه شوې ده. اجلاس كې د مرحومينو د بښنې او پسمانده ګانو ته ددې غم د زغم دپاره دعا وشوه. د يو قرارداد په ذريعه د پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټۍ د مشر او نامتو دانشور ډاكتر كبير ستوري د علمي، ادبي، سماجي او سياسي خدماتو ساينه شوې ده او ويل شوي دي، چې دا د پښتو ژبې، ادب او پښتون قام دپاره يو لوى تاوان دى. اجلاس كې ډاكتر سهيل انشاء او حنيف خليل هم موجود وو.

Pekhawar 2006-05-12