د غني خان د څيړنيز او ثقافتي جرګې غونډه

( مجيب الرحمان انګار ) :

پرون د يکشنبې په ورځ د پېښور په پرېس کلب کې د نړيوال پښتو کانګرس او د غني خان د څېړنيز او ثقافتي جرګې لخوا د ارواښاد ډاکــتــر کــبـيـر ســتـورى او قمرزمان قمرطائزي په ياد کې يوه درنه غونډه جوړه شوې وه ،چې په ګڼ شمېر کې ليکوالو ، شاعرانو ، اديبانو او ادب پالوپکې ګډون کړی و . دغه درنه غونډه د دود سره سم له خپل ټاکلي وخت ( د ماسپښين درې بجې ) څخه څه نيم ساعت وروسته پيل شوه ، غونډه د پاک قرآن د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پرانستل او د ليکوال ، شاعر او د کوهاټ راډيو مشر لائق زاده لائق په وينا سره پيل شوه .

له نوموړي وروسته ښاغلي استاد محمد اصف صميم د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري او قمرطائزي دشخصيتونو په اړه وينا وکړه ، استاد وويل کبير ستوری د پښتو د اسمان هغه ستوری و چې نه يوازې په علمي او ادبي بلکې په سياسي او ټولنيزډګرکې يې پښتنوته ډېر خدمتونه کړي ،استادپه خپلو خبروکې وويل قمرطائزي چې له افغانانو سره څومره مينه لرله او کوله موږبه يې هيڅکله هېره نه کړو هغه په ډېروسختو ورځوکې له افغانانو سره ډېره مينه کړې،ارواښادقمرطائزی يو ريښتونی پښتون او عالم شخصيت…

له نوموړي وروسته دارواښاد قمرزمان قمرطائزي کشر ورور ډاکتر شېرزمان طائزي دکشر ورور په توګه دارواښاد څو خوږې خاطرې يادې کړې. ورپسې دسرحد اسمبلی غړي ارشدخان چې په المان کې دزده کړې پر مهال دارواښاد ډاکتر کبيرستوري ټولګيوال او ترمرګه يوښه دوست و دخپل ارواښاد دوست تلپاتې خاطرې يادې کړې.غونډې ته پروفيسر جانزېب نياز،مبارز څاپي،افضل خان لالا او نورو وينا وې وکړې. دعوامي نېشنل ګوند مرګزي مشر او زوړ سياستپوه افضل خان لالا په خپلوخبروکې دارواښاد کبيرستوري او قمرطائزي په علمي،ادبي او سياسي هلو ځلو رڼا واچوله اوډېر يې وستايل .غونډه دډاکتر جانزېب نيازپه دعاسره پای ته ورسېده

ورځپاڼه وحدت: 8 مى 2006:

د غني خان پښتو ادبي تحقيقي ثقافتي جرګې ريفرنس

پښتو عالمي كانګرس او غني خان پښتو ادبي تحقيقي ثقافتي جرګې د ډاكتر كبير ستوري او قمر زمان طاېزي په ياد كې ريفرنس وكړ.

پېښور (وحدت خبريال) د عوامي نيشنل پارټۍ مركزي مشر محمد افضل خان لالا ويلي دي، چې د پښتو ژبې د روزنې، پالنې او ددې د ژوندۍ ساتلو دپاره چې شاعرانو، اديبانو او ليكوالانو د وساېلو د نشتوالي باوجود كومې قربانۍ وركړي دي او د پښتون قام د وحدت دپاره يې كوم فعال كردار ترسره كړى، بايد هغې ته دقدر په سترګه وكتل شي. پښتون يو داسې بدقسمته قام دى، چې په سوونو كاله په اقتدار كې پاتې شوى دى، خو ژبه يې په اقتدار كې نه ده پاتې شوې. د ژبې له ترقۍ سره د قام ترقي تړلې ده.

ددې خيالاتو څرګندونه تېره ورځ د مشر مېلمه په حيث د پښتو عالمي كانګرس او غني خان ادبي، تحقيقي، ثقافتي جرګې په اشتراك د پښتو شاعر، پوهاند او ليكوال ډاكتر كبير ستوري او شاعر، نقاد او محقق قمر زمان طاېزي په ياد كې پېښور پرېس كلب كې شوې درنې دستورې ته د خطاب په وخت كې كړې ده.

محمد افضل خان زياته كړه، چې ډاكتر كبير ستورى واحد داسې پښتون و، چې په جرمني كې يې د خپل ګوند په ذريعه قامي وحدت حاصل كړى و، چې د PSDP په ګوند كې د لرې او برې پښتونخوا پښتانه راټول شوي وو. هغوى ډاكتر كبير ستوري او قمر زمان طاېزي ته په خپلو خدماتو نيكې پېرزوينې وړاندې كړې او ويې ويل، چې پښتانه بايد د دوى پېغام خور كړي او ټول عمر دوى په خپلو ذهنونو او زړونو كې ژوندي وساتي. د غونډې صدر او كوربه د پښتو عالمي كانګرس چيرمين ښاغلي پروفيسر جهانزيب نياز غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې د ارواښاد كبير ستوري او قمر زمان خدمات د پښتو ژبې او پښتنو لپاره د هېرولو نه دي. غونډې ته د ريډيو پاكستان كوهاټ سټېشن ډايريكټر لايق زاده لايق، ډاكتر شير زمان طاېزي، مبارز څاپي، د ورځپاڼې وحدت نيوز ايډيټر ميا فاروق فراق، د ننګرهار پوهنتون استاد محمد اصف صميم، ايم پى اى محمد ارشد خان او نورو پوهانو د ارواښاد كبير ستوري په ژوند او خدماتو رڼا واچوله. په دې موقع د سټېج سكرتر فرايض شبير دراني ترسره كړه.

دستوره كې شهاب الدين خټك، امجد علي خادم، لياقت امين يوسفزي، حميدالرحمن نادان، شمشير هېواد، په پېښور كې د ټول افغان استازي مجيب الرحمن انګار، بصير بيدار ستوري، فريدون خان او د ګل محمد مسرور او مظهر شاه طاهر نه علاوه د چارسدې، مردان، صوابۍ، كوهاټ، سوات، پېښور او خواوشاه نورو علاقو د ادبي تنظيمونو نماينده ګانو او افغان ليكوالو هم ګډون كړى و.