د ريښتين ادبي جرګې كواټ له خوا تعزيتي غونډه

ورځپاڼه وحدت: 30 اپريل 2006:

د ريښتين ادبي جرګې كواټ له خوا تعزيتي

غونډه

د ريښتين ادبي جرګې كواټ يوه تعزيتي غونډه د غويي د مياشتې په لومړۍ نېټه د شاماس معلم په صدارت كې د كواټ په ګمكول كيمپ كې وشوه. په دې موقع د غونډې مشر مېلمه معلم زر شاه كوټوال او د كوربه په حيث ډاكتر صابر شينوارى ناست و. په غونډه كې د پښتو ژبې د شاعر ډاكتر كبير ستوري په مړينه د ژور غم او خپګان څرګندونه وكړى شوه. په غونډه كې سردار احمد همراز، دين محمد دودوال، وكيل احمد پروانه، جان محمد زرګر، خيرالدين عاجز، سهيل شينواري، ملنګ جان شابيوال، محمد نسيم، داود شينواري، مومن شينواري، مسافر شينواري او حميد خان شينواري برخه اخيسته وه.