د پښتو ادبي چمن ټل تعزيتي غونډه

ورځپاڼه وحدت: 30 اپريل 2006:

د پښتو ادبي چمن ټل تعزيتي غونډه

د پښتو ادبي چمن ټل د سيوري لاندې د رئيس كوثر په صدارت كې د پښتو ادبي چمن ټل په دفتر كې يوه غونډه ترسره شوه. په غونډه كې د پښتو ژبې ليكوال او شاعر ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په مړينه د غم او خپګان څرګندونه وشوه او مرحوم ته د مغفرت دعا وكړى شوه. په غونډه كې ملك مقبول محمد مقبول، لطيف كامران، لطيف خان لطيف، سحر بنګش، شمس الرحمن سائر، شمس فګار، منير شېخ، منير دلګير، خليل بنګش، اتش، نور خان وهمي، ظهير بنګش، فضل الرحيم رحيم، نثار بيهر او ولي همدرد برخه واخيسته.

Tal 2006-04-30