ورځپاڼه وحدت : د افغان كلتوري بهير غونډه

ورځپاڼه وحدت: 23 اپريل 2006

د افغان كلتوري بهير غونډه

د افغان كلتوري بهير غونډه د اپريل په څوارلسمه نېټه د كواټ په ګمكهول كېمپ نمبر 2 ښوونځي په انګړ كې د استاد محمد اصف صميم په صدارت كې وشوه. د غونډې مشران مېلمانه اسدالله دانش ساپى، مجيب الرحمن انګار او جنرال عبدالصمد مومند و. د غونډې كوربه سيد سيف الرحمن هاشمي او د سټېج چارې سيد وارث حنيفي او طاهر ځلاند ترسره كړې. په دې موخه د پښتو ژبې مشهور اديب، شاعر او ليكوال ډاكتر كبير ستوري په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وشوه او د مغفرت دعا ورته وغوښتى شوه. په غونډه كې د ذكر شويو كسانو پرته رحمت شاه رحمت، قيوم مروت، سعيد رهبر، سردار احمد همراز، ملنګ جان شابيوال، ډاكتر صابر شينواري او په ګڼ شمېر كې شاعرانو اديبانو او د ګمكهول كيمپ ځوانانو برخه اخيستې وه.

Kohat 2006-04-23