د ملګري ليكوال خيبر ايجنسي تعزيتي غونډه

ورځپاڼه ايكسپريس (اردو) 18 اپريل 2006:

د ملګري ليكوال خيبر ايجنسي تعزيتي

غونډه

پېښور (ايكسپريس نيوز) د ملګري ليكوال خيبر ايجسنۍ تعزيتي غونډه په جمرود كې د شمشير هېواد په صدارت كې وشوه، چې پكې د پښتو ژبې نوميالي شاعر، دانشور او اديب ډاكتر كبير ستوري په مړينه د ژور غم او خپګان اظهار وشو. په دې موقع شمشېر هېواد وويل، چې د ارواښاد ادبي خدمات له هېچا نه پټ نه دي. په غونډه كې انزل خان انزل، واجد علي واجد، عمران خان، ظاهر شاه اپريدي او نورو ګډون كړى و.

ورځپاڼه وحدت: 26 اپريل 2006

دخيبر ايجسنۍ په اهتمام يوه تعزيتي غونډه

د ملګري ليكوال خيبر ايجسنۍ په اهتمام يوه تعزيتي غونډه وشوه، چې صدارت يې شمشير هېواد وكړو. غونډه كې د پښتو ژبې د اديب، شاعر او پوهاند ډاكتر كبير ستوري په مړينه د ژورې خواشينۍ څرګندونه وشوه. په دې موقع د ارواښاد لپاره د مغفرت دعا وغوښتى شوه او د هغه په ادبي خدماتو تفصيلي رڼا واچول شوه. په غونډه كې شمشير هېواد، انزل خان انزل، واجد علي واجد، عمران خان، ظاهر شاه او نورو ليكوالانو او شاعرانو برخه اخيسته وه.