د افغانستان ربړه او د هغی د حل لاری چاری

د افغانستان ربړه هله منځ ته راغله کله چې د کورنی ودی ،چې د ملی او اقتصادی غیری عادلانه مناسباتو محصول ؤ، لارښودنه زمونږ د ټولنی د عینی او ذهنی شرائطو سره سمه ونه شوه او لدی کبله ولس راوپارول شو ، ټوپک ئې را واخست، يو شمیر ددوۍ څخه ګاونډی او نورو هیوادونو ته کډی وکړی او پدی توګه د بهرنی ګوتی وهنی لپاره لاره هواره شوه،او په تېره بیا د پوځی ډکتاتور ضیاوالحق غوا لنګه شوه، چې د افغانستان په جګړه کې د خپل ځان د بقا نښی لیدلی، د خپلو بړیڅو پواسطه ئې د افغانی جګړی اور ته لمن وهله او پیاوړی افغانی سړیتوبونه ( شخصیتونه ) ئې د منځه وړل .

له بلی خوا څخه شوروی اتحاد خپل پوځونه په افغانستان را مارش کړل او د خپلو پوځونو په زور ئې په کابل کې ببرک کارمل په قدرت راوست .

د ببرک کار مل د واکمنۍ په وخت کې هر څه ځای په ځای ولاړ ؤ، څه شی چې په حرکت کې ؤ هغه پوځی میخانیکی عملیات او په وده کې بیرته پاتی هلی ځلی وی چې منځ ته راغلی. پر مختللی ټولنیز ارزښتونه ئې ویجاړول. د مثال په توګه د رحمان بابا او خوشحال خان بابا د لیسو د ړنګولو او د پښتو د ورځپاڼو د منځه وړلو هڅی .

خو کله چې په شوروی اتحاد کې ګورباچوف او په کابل کې ډاکتر نجیب الله په قدرت راغی نو په سیاسی صحنه کې یوه اندازه حرکت او ساه پیدا شوه . د پوځی ګامونو سره ئې سیاست ملګری کړ او د ملی روغی جوړی وړاندینه ئې ټولو افغانی ځواکونو او ګوندونو ته وکړه .

پدی لړ کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP) (ته هم د روغی جوړی او خبرو بلنه د ډاکتر نجیب الله له خوا ورکړل شوه . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چې د ربړو د حل لپاره ئې سوله او روغه جوړه کړنلاره ده، دغه بلنه ومنله او په کابل کې یی دوه ځله خبری اتری د افغانی مشرتابی سره وکړلی . په دوهم ځل خبرو اترو کې چې د عوامی نیشنل پارټی (ANP)پښتونخوا مشر،ښاغلی محمد افضل خان « خان لالا » پکې هم د منځکړی په توګه حاضر ؤ، د ډاکتر نجیب الله او زمونږ د ګوند د ډلګه ګۍ تر منځ په ډیرو ټکو کې د نظریو یووالی منځ ته راغی او په تیره بیا پدی اساسی ټکی کې چې په افغانستان کې دی یو ډیر ګوندیز پارلمانی سیستم منځ ته راشی چې زمونږ د ګوند یوه کره غوښتنه وه موافقه منځ ته راغله، او ډاکتر نجیب الله دغه د اساسی قانون په مسوده کې چې کار پری روان ؤ ونیوله او پدی توګه ئې خپل د روغی جوړی سیاست په عمل کې پلی او پیل کړ .

نو يو شمیر کسانو چې د روغی جوړی په دغه پروګرام کې خپلو امتیازونو ته خطره لیدله، ددغه پروګرام د عملی کولو په ضد خپلی هلی ځلی پیل کړی. چې په ډاګه بیلګه ئې د انقلابی شورا د ځینو کسانو له خوا په اصطلاح د ګوندونو د قانون راوښکدل دی، چې هدف ئې د روغی جوړی په مخه کې خنډ اچول او د مصنوعی ګوندونو په بڼه کې بیرته د یو ګوندیز حاکمیت ټینګول او د مخالفو ګوندونو مخ نیول وه. دا چی د ګوندونو د قانون جوړونه له یوی خوا د انقلابی شورا په صلاحیت کې نه ؤ ،ځکه چې دغه شورا خپله دلوی جرګی وروسته ړنګه شوه او دبلی خوا د خپل وخت څخه د مخه ځیږیدنه او لدی کبله معیوبه وه،نو د ګوندونود قانون جوړونه د صلاحیت لرونکی مقام له خوا، د لوی جرګی له خوا د اساسی قانون د پاس کولو څخه وروسته پکاروه. د پښتو متل دی« غوائی لا حلال شوی نه دی خانک ئې ورته په سر نیولی» .

لنډه دا چې د ۱۹۸۷ عیسوی کال د نوامبر د میاشتی په پای کې په کابل کې لویه جرګه جوړه شوه، چې زمونږ د ګوند یوی ډلګه ګې پکې هم برخه اخستلی وه. ډاکتر نجیب الله د افغانستان جمهوررئیس وټاکل شو او د افغانستان نوی اساسی قانون پاس شو .

دغه اساسی قانون د افغانستان په تاریخ کې د هر بل اساسی قانون څخه پر مخ تللی او د ډیرګوندیزه پارلمانی ډیموکراسی سربیره پکې زمونږ یو شمیر نوری غوښتنی چې د ملی روغی جوړی او په هیواد کې د امن او سوکالی بنسټ او تاداو جوړوی مراعات شویدی . خو له بده مرغه دغه اساسی قانون په کره برخو کې تش د کاغذ په مخ دی او په عمل کې پخوانی یو ګوندیز فکر په نوی جامه کې مخ په وړاندی بیول کیږی . په ځای ددی چې مخالفو ګوندونو ته د ډیموکراتیکو اصولو د لاندی لکه څنګه چې په اساسی قانون کې تضمین شوی دی د هیواد په سیاسی ژوند کې برخه ورکړ شی ،سیاسی قدرت د ډیرو ګوندونو په نمایشی بڼه کې پخپلو منځو کې بل ډول ویشل کیږی . دغه ډیموکراتیک فکر ندی او په بله جامه کې دسیاسی قدرت انحصار دی .

په مخالف اړخ کې چې د قدرت انحصاری سوچ لری یو شمیر ملائی ډلی دی چې د پردیو په پښو ولاړی دی .

ددغه دواړو انحصاری ځواکونو په منځ کې د افغان ولس یو پراخ ډیر ه کی پروت دی چې د کډوالو او ډیموکراتیکو سیاسی ګوندونو څخه جوړ شوی دی . مطلب دا دی چې په افغانی صحنه کې نوی واقعیتونه منځ ته راغلی دی. نوی سیاسی ډلی او ګوندونه منځ ته راغلی دی، چې ځینی ئې ډیموکراتیک سوچ او ځینی ئې انحصاری فکر لری . مونږ پدی عقیده یو چې افغانستان زمونږ د ټولو افغانانو ګډ کور او وطن دی، هر افغان د خپل دی وطن په سیاسی ، اقتصادی ، ټولنیز و ، کولتوری او نورو چارو کې مساوی حق لری او د کوم ګوند او یا تن انحصار ندی. دغه حق یوازی د ډیر ګوندیزه پارلمانی ډیموکراسۍ له لاری د ډاډ وړکیدلی شی، چې په ګوندونو کنترول د افغان ولس له خوا وی .

دا ددی مانا هم لری چې د افغانستان د راتکونکی او برخه لیک پریکړه یوازی د افغان ولس نماينده لویه جرګه کولی شی او هیڅ یو بهرنی ځواک یا ګوند ئې نه شی کولی .

مونږ د انحصاری فکر خاوندانو ته وایو چې د پردیو په پوځی مرسته د قدرت نیول مهم ندی، د قدرت ساتل مهم دی او قدرت هغه څوک ساتلی شی چې د خپل ولس ملاتړ ورسره وی . که بیا هم څوک ادعا کوی چې د خپل ولس ملاتړ ورسره دی هغه به ډیر ګوندیزه پارلمانی ډیموکراسۍ ته غاړه ږدی او دا به د ټاکنی د لاری په ثبوت رسوی چې د ولس ملاتړ ورسره دی .

په افغانی ټولنه کې د نوو واقعیتو منځ ته راتګ ددی نښه نښانه ده چې زاړه مناسبات بیرته مخ ته راتللی نه شی او زمونږ افغانانو څخه نوی فکر او د زاړه انحصاری فکر پریښودل غواړی .

همدغسی په نړۍ واله صحنه کې هم نوی واقیعتونه منځ ته راغلی دی. د شخړو د جوړولو په ځای د شخړو کمولو ته مخه شویده. دا هم د افغانستان په ربړه چې پدی منځ کې یو ملی، بل نړیوال اودریم تجارتی اړخ لری بې اغیزی نده .

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چې د پښتون ولس یو نماينده او د باچا خان(Bacha Khan) په عنعنه ولاړ دی، پدی عقیده دی چې د نړۍ په اوسنی تاریخی سیاسی پړوا کې ربړی ،د افغانستان د ربړی په شمول، په پوځی توګه نه شی حل کیدلی بلکه یوازی د سوله ایزی سیاسی لاری حل کیدلی شی . لدی کبله ئې څو ځله د افغانستان د ربړی د حل په هکله نوښتونه د ملګروملتو موسُسی ،د نړۍ زیات شمیر هیوادونو او پیاوړو ټولنیزو سړیتوبونو ( شخصیتونو ) ته وړاندی کړی دی .

د شوروی اتحاد د عمومی مُنشی میخائیل ګورباچوف او د افغانستان دجمهور رئیس ډاکتر نجیب الله دا وړاندینی جی افغانستان ته دی د ملګروملتو د موسئسی د سولی پوځونه راشی او د افغانستان په هکله دی یو نړی وال کنفرانس جوړ شی، زمونږ د یوه نوښت چې لا په ۱۹۸۵ عیسوی کال کې مو وړاندی کړی ؤ برخی دی ،چې مونږ ئې لدی کبله د زړه د کومی هر کلی کوو.

دا چې شوروی اتحاد د خپلو پوځونو په وتلو پیل کړیدی او خپل پوځونه وکاږی نو هیله ده چې د مخالفو ډلو سره هم د امریکا ، عربو ، پاکستان ، ایران او نور هیوادونو پوځی مرسته بنده شی او د څارنی او امن لپاره د ملګروملتونو د موسئسی د سولی پو ځونه افغانستان ته راشی او پدی توګه بهرنی ګوتی وهنه پای ته ورسیږی او کله چې دغه پای ته ورسیږی ،نو بیا افغان ولس خپلی ربړی پخپله حلولی شی .

ددی لپاره مونږ د پیړیو راهیسی د جرګی سیستم لرو ، جرګه لیږو . جرګه کوو او خپلی ربړی په جرګه حلوو. په جرګه قامی او دولتی مشر ټاکو .

تر هغو پوری چې بله لویه جرګه نه وی شوی ،د وروستنی لوی جرګی پریکړی اعتبار لری لدی کبله مونږ د افغانستان د نوی اساسی قانون چې د لوی جرګی د ارادی ښکاروندوی د ی ،د عملی کولو غوښتنه کوو. یوازی پدی توګه د کډوالو او جلاوطن سیاسی ګوندونو افغانستان ته د راتګ لپاره دننی شرائط برابر یدلی شی .

د شوروری اتحاد د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال او په افغانستان کې د شوروی اتحاد سفیر ورونځوف، خو ها خوا دی خوا ډیر توندی منډی رامنډی وهی خو دده دا منډه ترړه به هله په بریالۍ توګه د افغانستان د سولی په خدمت کې شی، کله چې د ربړی بهرنی علتونه چې د مخالفو ډلو سره د امریکا ، عربو ، پاکستان ، ایران او نورو هیوادونو پوځی مرسته ده د منځه یوسی او کډوالو د بیرته راتګ لپاره بهرنی شرائط برابر کړی ،چې څوک ئې په زور سره د راستنیدو مخه نه نیسی .

په افغانستان کې د قدرت پوښتنه د افغان ولس کار دی چې د افغان ولس نماینده لوی جرګی حل کړیده . په کابل کې په واکمنو دی زور راولی چې د لوی جرګی د پریکړو چې د افغان ولس اراده تمثیلوی احترام وکړی .

مونږ پدی پوره عقیده لرو چې د افغان ولس ستر او غوڅ ډیره کی، سوله او روغه جوړه غواړی او ډیر لږ کسان دی چې د روغی جوړی مخالفت د خپلو شخصی ( ذاتی ) ګټو لپاره کوی او دوکانو نه ئې خلاص کړیدی . دغه د افغانانو د وینو سوداګر د پردیو په مرسته ولاړ او خپلی پښی په افغان ولس کې نه لری . کله چې مرسته بنده شی نو ددوی به هم دغه حال نه وی . لدی کبله مونږ د ټولو سوله غوښتونکو افغانی قومی مشرانو او ګوندونو د یوی عمومی غونډی د جوړیدلو وړاندینه کوو چې په افغانستان کې د وینو د بندیدلو او د کډ والو راستنیدلو په لار و چارو خبری وکړی .بی د روغی جوړی بله لار نه شته مخکې وی او که وروسته ټول به دغی لاری ته راځی .

پښتونخوا/څلورمه ګڼه /دريم ټوک / جنوری: ۱۹۸۹

Pakhtoonkhwa magazine

Jahrgang (Volume): 3 / Nummer (Number): 4 / January 1989