د نړۍ نوى نظم له پښتنو څخه نوى سوچ او فكر غواړي

د شوروي اتحاد د ړنګېدو وروسته د دوو سترو ځواكونو نظريه خاورو ته وسپارل شوه، چې نړۍ يې په دوو برخو وېشلې وه او حتى د نه بېلېدونكي قامونو ترمنځ يې كرښه راښكلې وه، اوس په نړۍ كې يو ستر ځواك پاتې دى، چې هغه د امريكا متحده ايالتونه دي. نړۍ د اقتصادي مفاداتو په بنسټ په كوچنيو او غټو وحدتونو يا برخو وېشل كېږي، چې دې ته د نړۍ نوى نظم وايي. دا چې د نړۍ ددې نوي نظم بنسټ اقتصاد دى، نو په يوه سيمه كې هغه ملكونه چې ګډ اقتصادي مفادات لري، په يوه اتحاد يا منډهۍ كې راټولېږي. د ملكونو په منځ كې جغرافيايي پولې خپل اهميت دلاسه وركوي، چې بېلګه يې اروپايي هېوادونه دي.

سياست د اتحاد يا منډهۍ د ګټو د ساتلو لپاره منطقوي خو ىپيدا كوي او فوځ د اتحاد يا منډهۍ د امن په خدمت كې راوستل كېږي. دا د پښتنو څخه هم نوى فكر او سوچ غواړي، چې خپل سياست ته سيمه ييزه (منطقوي) بڼه وركړي او د ټولې سيمې سياست يې وګرځوي او په يوه غټ چوكاټ كې د خپل قامي وحدت په لور روان شي. تركمنستان ته د پاكستان او افغانستان په خاورو كې د تجارتي لار جوړېدو نه زموږ په سيمه كې د منډهۍ د جوړېدلو او ابادۍ نښه ده، دا لاره موږ ته دا هم راپه ګوته كوي، چې د افغانستان او پاكستان مفادات په اوسني وخت كې شريك شوي دي. د مفاداتو شرېكوالى د دواړو ملكونو ترمنځ د نږدې والي ضرورت پيدا كوي او د افغانستان او پاكستان ترمنځه د كنفډرېشن بنسټ ګرځېدلى شي. ددې تجارتي لارې لپاره چې نه يواځې د افغانستان او پاكستان په ګټه ده، بلكې د مركزي اسيا د نوو خپلواك شوو هېودونو په ګټه هم ده. په افغانستان او سيمه كې امن پكار دى، خو د امن د منځ ته راتګ مخه ايران او روسيه نيسي، دا ځكه چې ايران خپله د انرژۍ چينې لري. په دې كې ځانته تاوان ويني، چې په څنګ كې د تركمنستان د انرژۍ له چينو څخه كار واخيستل شي، نو د يوې خوا په افغانستان كې بد امني جوړوي او له بلې خوا ددې هڅه كوي، چې دا تجارتي لاره د ايران د اړخه تېره شي او هرڅه يې پخپله قبضه كې وي. همدغه شان روسيه چې له تركمنستان څخه يې پخپله خاوره كې د انرژۍ نلونه غځولي دي، نه غواړي چې دا انرژي بل ځاى كې اخيستونكي ولري او په دوى باندې دا انرژۍ قيمته شي، ځكه چې هر څومره چې ددې انرژۍ پسې تقاضا زياتېږي، هغومره يې بيه جګېږي.

لنډه دا چې په افغانستان كې اوسنۍ جګړه د منډهۍ او اقتصادي مفاداتو جګړه ده د يوې خوا د پاكستان او افغانستان او د مركزي اسيا د نوو خپلواكو هېوادونو مفادات او د بلې خوا د ايران او روسيې مفادات دي. په دې كې د امريكا متحده ايالاتونه مهم رول لوبولى شي، چې نه يواځې د نړۍ يواځينى ستر ځواك دى، بلكې له خپلو ملګرو سره يوځاى د انرژۍ ستر اخيستونكى هم دى. د ايران له اړخه تجارتي لاره د انرژۍ د اخيستونكيو هېوادونو لپاره ډېره د خطرو ډكه ده، ځكه چې ايران به يې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره په مختپلو بهانو بندوي او د خپلې انرژۍ خرڅلاو لپاره به بازار ګرم ساتي. د افغانستان او پاكستان په خاوره كې لاره نه يواځې بې خطره او د ډاډ وړ ده، بلكې د افغانستان، پاكستان او مركزي اسيا د هېوادونو د هوساينې او ابادۍ او په يوه منډهۍ كې راټولېدو بنسټ دى. دا نه يواځې د سيمې، بلكې د ټولې نړۍ په ګټه ده. ددې هدف لپاره په افغانستان كې د جګړې او پوځي ډلو ټپلو د ختمولو تونده هله ځله پكار ده، چې امن او ټينګښت منځ ته راشي او په دې توګه د ګڼ ګونديزې پارلماني ولسواكۍ لپاره شراېط برابر شي، چې ټول سياسي ګوندونه د وطن په ابادۍ كې برخه واخلي او هر چاته پكې ددې امكانات وركړى شوي وي، چې خپل سړيتوب (شخصيت) ته په ازاده توګه وده وركړي او هم پكې وروڼه قامونه (پښتون، ازبك، هزاره او تاجك) په فېډرالي بڼه د ملك په سياسي، اقتصادي او كلتوري ژوند كې عادلانه برخه ولري.

د نړۍ اوسنى تاريخي پړاو د ولسونو او قامونو ترمنځ د سولې او ورورولۍ په هڅو ولاړ دى، د جنګ جګړې او دښمنۍ ځاى سوله او ورورولي نيسي، واكمن بدلېږي او قامونه پاتې كېږي. د قامونو په منځ كې ورورولي او ښه ګاونډيتوب د نېكمرغۍ نښه ده. د افغانستان او پاكستان ترمنځ كنفډرېشن د ګډو مفاداتو د دفاع لپاره د وخت ضرورت دى او د پښتنو د قامي وحدت په لور يو غټ ګام دى، چې په سيمه كې د سولې او امن د ټينګښت او هوسايۍ تضمين دى.

وحدت ورځپاڼه / وحدت : ۸ اکتوبر ۱۹۹۷

Daily Newspaper “The daily Wahdat” / 8th October 1997