د پښتنو ملی غورځنګونه

پښتانه د نړۍ په لرغونو قامونو کې شمیرل کیږی چې د اوږد تاریخ او بډای کلتور خاوندان دي . ددی قام په خاوره کې ډیر قامی غورځنګونه زیږیدلي دي. په 1670 ع کال کې د ملک اودل او ملک حمزه په مشرئ د بُست په وادی کې د مغلو په مقابل کې قامی نهضت راپورته شو ـ وروسته بیا د همدی سیمی نه د میرویس نیکه په مشرۍ په 1709 ع کال کی د ایرانیانو په مقابل کې قامی آزادۍ بخښوونکی غورځنګ راپورته شو او خپل قامی دولت یا سټیټ ئې جوړ کړ، چې وروسته بیا په 1747 ع کال کې د احمد ساه بابا لخوا د افغانستان په نامه ونومول شو. همدغسی د پېښور سیمه هم د قامی آزادۍ بخښوونکو غورځنګونو نه خالي نه وه. د

دی سیمی نه د مغلو په مقابل کې د بایزید په مشرۍ چې طرفدارانو ئې ورته پیر روښان او مخالفینو ئې ورته پیر تاریک وايو قامی ازادی بخښوونکی غورځنګ راپورته شو.

وروسته د پیر روښان نه بیا خوشحال خان خټک 1699 ع کال کې په قامی مبارزه پیل وکړ چې مهمی جګړی د تاتری ، دوربی ، نوښار او ګنداب جګړه ده چې ایمل خان پکې هم برخه درلوده .

بیا ورسته چې انګریزان راغلل نو د باچا خان ( فخر افغان ) په مشرۍ په 1929 ع کال کې د سورپوښو په نوم قامی ازادۍ بخښوونکی غورځنګ راپورته شو چې انګریزی ښکیلاک ئې د هند نیمی وچی نه وتلو ته مجبور کړ .

دا چې پښتون قام تر ټولو زیات مقاومت د ښکیلاکګرو په مقابل کې ښودلی دی نو ښکیلا کګرو پری هم درانه ګوزارونه کړیدی . انګریزانو پښتانه په دری برخو وویشل چې یوه برخه ئې د خپلې اداری لاندی راوستله ( رعیت ) او په بله برخه کې به ئې د خپل نماینده پواسطه کار کاوه ( قبایل ) او دریمه برخه کې ئې یوازی سیاسی علاقه لرله ( افغانستان ) .

همدغه شان کله چی روسی ښکیلاکګرو د پښتنو خاوری ته خپلی پښی را اوږدی کړی نو تر ټولو درانه ګوزارونه ئې په پښتنو وکړه .

خپل بړیڅی ببرک کارمل ئې راوست، نورمحمد تره کی او حفېظ الله امین ئې ووژل او د پښتنی ارزښتونو له منځه وړلو پسی شو. د ګوند ورځپاڼه چې د ثور انقلاب نومیده د پښتو نه په فارسی واړوله او زیات شمیر پښتو کتابونه او د افغانستان د راډیو په ارشیف کې پښتو سندری د منځه یوړی. حتی د رحمان با با او خوشحال خان لیسی ئې په فارسی کړی. سربیره پردی ئې د قومی او ژبنی تضادونو د راژوندی کولو هلی ځلی پیل کړی او په دی توګه ئی د افغانستان د تجزیه کولو پلان پلي کړ. چې دغی عمل د روسیانو په مقابل کې د پښتنو مقاومت نور هم تیز کړ او روسیان مجوره شو چې کارمل بیرته مسکو ته بوځی او د څه مودی لپاره ډاکتر نجیب الله رامنځته کړی، خو په حقیقت کې خبره زړه په زړه وه او ډاکتر نجیب الله سره هیڅ واک نه ؤ ددی واقیعت ثبوت په دی کې پروت دی، چې کله د خلق د ګوند نوم د وطن د ګوند په نوم بدلیده، کارمل په مسکو کې ؤ، خو د وطن د ګوند د مرکزی کمیټی غړی ؤ. بالاخره کارمل ئې بیرته کابل ته راولیږه . لا څه موده وروسته ئې د خپلو ملګرو سره کودتا وکړه او د ملګروملتو د موسسی پلان ئې چې د عمل پړاو ته نژدی شوی ؤ شنډ کړ .

د کابل په یوی برخی باندی د ربانی د ډلی په جامه کې د کارمل حاکمیت د همدغه کودتاه سلسله ده، چې لوټماری ، وژنه او د انسانی حقوقو ټپی کوونه ئې ورځنۍ اجندا ده چې د ښځو د حقوقو تلفوول ، د انسانانو بې د محکمی ښکاره اعدا مول، د کتابونو سیزل، د ملی شتمنیو لوټ کول او مزار ته انتقالول ئې روښانه مثالونه دی . د ربانی د جنایتکاری ډلی لاسونه چې پېښور کې وه. هم د پښتنو په وینو سره ؤ چې زمونږ د ګوند د مخکښ غړی عبدالباقی خان شریفی او ګن شمیر نور وطنپالونکی ځوانان یی وژلی دي . تر هغو چې دغه جنایتکاران د کابل په یوه برخه کی حاکمیت لری، مرکزی حکومت او امن منځ ته راتلای نه شی .

د امن او سولی د ټینګښت او منځ ته راتګ لپاره پکار ده چې دغه د جګړی جنایتکاران محاکمه او په سزا ورسيږی او پدی توګه د ازادو انتخاباتو او ټاکنی لپاره شرایط برابر شی، چې ټول ګوندونه او ډلی پکې برخه واخلی او قانونی حکومت منځ ته راشی . د یادولو وړ ده چې تجزیه غوښتونکی جنایتکاران په افغانستان کې مېشته لږه کی د پښتنو په مقابل کې راپاروی چې ګواکی ستاسو حقوق ئې خوړلی دی . خو د پښتون قام چې په افغانستان کې مشر ورور او په سلو کې د ۷۵ نه زیات ډیره کی جوړوی هیڅکله د ورونو قامونو، ازبک، تاجک، هزاره ، ترکمنو او نورو لږه کیو حقوق ندی خوړلی بلکه تاجکو هم د پښتنو هم د هرازه، ازبک، ترکمن او نورو لږه کیو حقوق په ډیر مکر او سپین سترګۍ سره د پښو لاندی کړی دی . په افغانستان کې د میشته ورونو قامونو د حقوقو د تضمین او هوسائی لپاره یو فدارلی سیستم پکار دی چې د ولسولۍ او ډیموکراسۍ بنسټ جوړوی.

په داسی حال کې چې سنترالیزم یا مرکزی سیستم د دیکتاتوری سره تړلی دی. یوازی یو فدرالی سیستم کې په افغانستان کې د ورونو قومونو حقوق خوندی کیدی شی، چې په سیاسی، ټولنیز، کولتوری او اقتصادی ژوند کې د خپل نفوذ سره سم برخه واخلی . دا یو واقعیت دی چې د لږه کیو ورونو قومونو په تېره بیا کولتوری حقوق په افغانستان کې د واکمنو له خوا د پښو لاندی شویدی خو دا واکمن که نژادی پښتانه ؤ ،کولتوری پښتانه نه ؤ او تاجکی کولتوری ئې خپل کړی ؤ حال دا چې د ملت یا قام استلا ( اصطلاح ) یوه کولتوری استلا ده او کومه نژادی استلا نده که نه نو اوس به د اریا په نوم یو ملت موجود وای

پښتونخوا/یولسمه ګڼه /شپږم ټوک / نومبر: 1992

Pakhtoonkhwa magazine

Jahrgang (Volume): 11 / Nummer (Number): 6 / November 1992